د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

مټیس: د امریکا د پوځي ستراتیژۍ تمرکز به تر دې وروسته د ستر ځواک پر سیالي وي


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وايي، د واشنګټن د پوځي ستراتیژۍ تمرکز اوس له ترورېزم سره له مبارزې نه «د سترځواک سیالي»ته اوړي.

مټیس دا څرګندونې پرون د واشنګټن د جان هاپکنز پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د امریکا د ملي دفاعي ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهال وکړې.

نوموړي روسیه او چین د ریویزیانسټ هېوادونو په نامه یاد کړل.

جیمز مټیس
جیمز مټیس

د متحده ایالاتو ددفاع وزیر وویل:

"موږ به د ترورېزم پر ضد کمپاین ته چې نن په کې ښکېل یوو، دوام ورکړو، خو اوس د ستر ځواک سیالي د امریکا د ملي امنیت د تمرکز اصلې ټکی دی، نه ترورېزم."

جیمز مټیس وویل روسیه او چین غواړي چې داسې یوه نړۍ جوړه کړي چې د دوی له استبدادي ماډل سره برابره وي.

د امریکا ملي ستراتیژي د راتلونکو ۹ کلونو لپاره د دې هېواد د پوځ اهداف او پلانونه ټاکي.

ښاغلي مټیس وویل روسیې د نېږدې هېوادونو له پولو سرغړونه کړې ده او د ویټو حق په کارولو سره يې د خپلو ګاونډیانو د ډیپلوماټیکو، اقتصادي او امنیتي پرېکړو مخه نیولې ده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر د چین په اړه وویل پیکېنک له اقتصادي لارو خپل ګاونډیان وېروي او د چین د جنوبي سمندر سیمې ته پوځي بڼه ورکوي.

د چین، روسې او ایران بیرغونه.
د چین، روسې او ایران بیرغونه.

د امریکا د ملي دفاعي ستراتیژۍ په سند کې د ایران او شمالې کوریا په اړه هم تمرکز شوی دی.

جیمز مټیس په دې اړه په خپلو څرګندونو کې وویل:

"د شمالي کوریا او ایران په شان سرکښه رژیمونه خپلو غیر قانوني فعالیتونو ته دوام ورکوي او سیمه ییز او حتا نړیوال ثبات ته ګواښ جوړوي، خپل ولسونه کړوي د خپلو خلکو وقار او بشري حقونه تر پښو لاندې کوي."

د امریکا د ملي دفاعي ستراتیژۍ په سند کې راغلي دي چې د شمالي کوریا له ګواښونو څخه د مخینوي لپاره د امریکا د میزایلو ضد سیسټم ځای پر ځای کول اړین دی.

XS
SM
MD
LG