د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

د افغانستان په اړه د مک‌کېن د کړنلارې مهم ټکي!


د امریکا د سنا جمهوري غوښتونکي غړي، جان مککېن پرون پنجشنبه له خپله لوري په افغانستان کې د جګړې نوې کړنلاره اعلان کړه.

د جان مککېن پر ویب پاڼه، په یوه بیان کې لیکل شوي چې د "بري ستراتيژي"د ۲۰۱۸مالي کال، د دفاعي لګښت په قانون کې د ځيني تعدیلاتو برخه ده چې راتلونکې میاشت به سنا ته د بحث لپاره وړاندې شي.

جان مککېن ویلي چې د تعدیل لپاره د خپلو وړاندیزونو لېست به په سپټمبر کې چې د ۲۰۱۸میلادي کال د دفاعي لګښت پر قانون خبرې کېږي، د سنا بحث او د سناتورانو رايي ته وړاندې کړي.

جان مککېن ویلي چې امریکا په افغانستان کې د بایللو په حال کې ده او که چېرې غواړي چې وضعیت بدل کړي، وخت ډېر مهم دی.

د مککېن پر ویب پاڼه، په خپاره شوي بیان کې لیکل شوی:

"له دې امله ما د هېواد له ډېرو با تجربې او درنو پوځیانو او استخباراتي چارواکو سره د مشورې پر اساس، د دفاعي لګښتونو په قانون کې د تعدیلاتو وړاندیز کړی چې په افغانستان او سیمه کې د امریکا د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره ستراتيژي پکې جوړه شوې ده."

د دې بیان نور جزئیات:

۱– د امریکا د متحدو ایالاتو د ملي امنیت لپاره په ګټه ده چې افغانستان بیا هېڅ کله د نړیوالو تروریستانو په ځاله بدل نه شي او له هغه ځایه پر امریکا، د امریکا پر متحدانو او ګټو حملې ونه شي.

۲- په افغانستان کې د امریکا د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره، امریکا باید یوه ملکي او پوځي ستراتیژي عملي کړي چې لاندي ستراتيژیک جزئیات باید ولري:

- د تروریستي ډلو دا توان باید ختم کړي چې پر امریکا، د امریکا پر متحدانو او ګټو حملې وکړي.

- د وسله والو طالبانو چې د افغانستان د حکومت د نسکورولو لپاره زور وهي، مخنیوی وکړي او پر افغانانو د وسله والو طالبانو نفوذ کم کړي.

افغان طالبان
افغان طالبان

- په واضح او عملي ډول د افغانستان د حکومت ظرفیت لوړ کړي چې تروریستان له منځه یوسي او په مداوم ډول په ټول افغانستان کې، په خپلواکۍ امنیت ټینګ کړي.

-په افغانستان کې د سولې داسې پروسې ته چې د افغانانو ترمنځ د روغې – جوړې لار پرانیزي او به نهایت کې یې په افغانستان کې د روان کړکېچ لپاره سیاسي حل پېدا کېږي، لازم امنیتي شرایط برابر کړي او هغوی داسې پروسې ته وهڅوي.

-په سیمه ییزو سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو کې د ښکېلتیا په مرسته کې، په افغانستان کې داوږدمهالي ثبات لپاره د سیمه ییزې سیاسي اجماع د رامنځته کېدو لپاره ملاتړ راغونډ کړي.

- امریکا باید یوه ملکي او پوځي ستراتيژي چې د امریکا ستراتیژيک اهداف پکې ترلاسه شي، عملي کړي.

- په افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې ځواکونه زیات کړي.

- د امریکا پوځ ته اجازه ورکړي چې د وسله والو طالبانو، د حقاني شبکې، القاعده، داعش او نورو سیمه ییزو تروریستي ډلو پر ضد چې د امریکا او د هغې د متحدانو امنیت ته ګواښ دي، حملې وکړي.

۳- د امریکا متحد ایالات باید له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان له حکومت سره د موافقې پراساس، داسې اوږدمهالې او دوخت له قید څخه پرته مشارکت پېل کړي چې په افغانستان کې به د امریکا حضور ورسره تضمین شي.

۴- د امریکا حکومت باید په کلکه، د افغانستان له حکومت سره د خپلو اقتصادي، پوځي او د حکومت دارۍ په برخه کې د مرستې پروګرامونو دوام له دې سره وتړي چې په هغه هېواد د اداري اصلاحاتو او د اداري فساد پر ضد په مبارزه، د قانون د حاکمیت او مالي شفافیت په ارتباط څومره، څرګند پرمختګ کېږي.

۵- پر پاکستان باید ترهغو چې تروریستانو، د حقاني شبکې او د طالبانو په ګډون وسله والو ډلو ته پناه ورکوي تدریجي ډیپلوماټیک، پوځي او اقتصادي تاوان راشي خو په عین حال کې باید د امریکا او پاکستان د ممکن اوږدمهالي شراکت ګټې په نظر کې ونیسي، داسې ممکن اوږدمهالی شراکت چې له ټولو تروریستي ډلو به د پاکستان ملاتړ ختم کړي او په افغانستان کې د بحران په سوله ییز ختم کې به مرسته وکړي.

اسلام اباد
اسلام اباد

۶ امریکا باید د افغانستان، پاکستان، چین، هند، تاجکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو ترمنځ د سیمه ییز ډیالوګ په چوکاټ کې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړي څو په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته علاقمندي زیاته شي او د سرحدي امنیت، استخباراتي معلوماتو د شریکولو ، له ترورېزم سره د مبارزې، ترانسپورټ، تجارت او داسې نورو مهمو مسئلو په اړه همکاري زیاته شي، عدم اعتماد کم کړي او د سیمه ییزو دولتونو ترمنځ ستراتیژيک باور زیات کړي.

۷- د امریکا ولسمشر باید دا ډاډ راکړي چې د دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا پوځي قوماندانان په افغانستان کې د سیاسي او پوځي وضعیت پر اساس، لازم وسایل لري، د بې مورده مهالوېشونو پر اساس يې فعالیت محدود نه دی څو په هغه هېواد کې یاده شوې ملکي – سیاسي پوځي کړنلاره عملي کړي، هغوی ته باید لازم مالي منابع، ملکي کارکونکي، پوځي ځواکونه او صلاحیتونه ورکړل شي.

راپور: فرشته جلالزۍ

XS
SM
MD
LG