د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

وال سټریټ ژورنال: سپینه ماڼۍ افغانستان کې پر نظامي حضور کمولو غور کوي


وال سټريټ ژورنال په خپله اخري ګڼه کې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو په اړه بحثونو ته په اشاره یوه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې عنوان دی: سپینه ماڼۍ په افغانستان کې پر نظامي حضور کمولو غور کوي.

ورځپاڼه د پخوانۍ او اوسنۍ ادارې د چارواکو له قوله لیکي:

په داسې حال کې افغانستان ته د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره د ۳۹۰۰ امریکايي سرتېرو د لېږلو په اړه توافق لا نه دی شوی، سپينه ماڼۍ دې مسئلې ته له نوي لیدلوري ګوري.

مقاله ليکي چې که امریکا د دې پرځای چې افغانستان ته نور سرتيري وليږي، د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي نو څه به وشي؟

د وال سټريټ ژورنال په وينا، دا نکته په سپينه ماڼۍ کې د نظر ژور اختلاف څرګندوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نيږدې سلاکاران يې نه غواړي په داسې حال کې افغانستان ته نوي سرتيري ولېږي چې د دې هېواد په اړه د امریکا نوې ستراتيژي نه ده څرګنده.

وال سټريټ ژورنال لیکلي چې ويل کېږي د ټرمپ په اداره کې د یوه معتدل پلان ملاتړ شته چې له مخې يې يو څو زره سرتېري افغانستان ته ولېږل شي، پر پاکستان فشار راوړل شي چې د تروريستانو پټن ځایونه له منځه یوسي او د سولې په برخه کې له چين، هندوستان او پاکستان څخه مرسته تر لاسه شي.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د هغو کسانو له قوله لیکلي چې په بحثونو کې يې ګډون کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې په دې اړه عام توافق نه دی شوی نو ځکه له افغان حکومت سره د طالبانو د مخنیوي په هدف د امریکايي سرتېرو د لېږلو خبره ځنډېدلې ده.

هريټج فاونډيشن چې د یوې تحقيقاتي موسسې خپرونه ده هم دې مسئلې ته اشاره کوي.

دغې خپرونې د ایا امریکا له افغانستانه وځي؟ په عنوان یوه مقاله خپره کړې ده.

د ډونالډ ټرمپ اداره به ډېر ژر د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسۍ اړوند پرېکړه وکړي او اساسي پوښتنه چې باید ځواب ورته وويل شي دا ده چې ايا امریکا به افغانستان ته نور سرتيري ولېږي؟

د هرټيج فاونډيشن په وينا، په افغانستان کې تر شپاړس کلنې جګړې وروسته دا په بشپړه توګه معقوله خبره ده چې د سرتيرو د شمېر زياتولو پر حکمت فکر وشي.

هريټج فاونډيشن لیکي، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر زياتولو خبره د افغانستان او په دغه هېواد کې د امریکا د ماموريت د پخواني فکر له مخې کېږي.

د امریکا پالیسي جوړوونکي په افغانستان کې له دوو ستونزو سره مخامخ دي:

لومړۍ دا چې ډېری په افغانستان کې ماموریت ته د ۲۰۰۱میلادي کال د امریکا د اهدافو په سترګه ګوري په داسې حال کې چې له هغه راهيسي تر اوسه دا ټکی ډېر بدل شوی دی.

دوهم دا چې افغانستان ته باید د يوه منځني اسيايي هېواد په سترګه وکتل شي.

دا سمه خبره نه ده چې افغانستان ته د پراخ منځني ختيځ په سترګه وکتل شي.

د هريټج فاونډيشن په وينا، افغانستان له فرهنګي، تاریخي، اقتصادي او جغرافيايي لحاظه د منځنۍ اسيا يوه برخه دی او د پالیسۍ له نظره مهم دی.

XS
SM
MD
LG