د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

کارپوهان: د امریکا د نه بریالیتوب یو لامل د افغان ټولنې سم نه پېژندل دي


د یوشمېر افغان کارپوهانو په باور د افغانستان د جګړې په اړه د یو روښان لید لوري نه موجودیت او له افغاني ټولنې د امریکا سمه نه پېژندنه په دغه هېواد کې د جګړې د نه بريالیتوب عمده لامل دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې برنا صالحي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا مسئله د دې سبب شوې چې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې سستوالی راشي.

دی وايي، د افغانستان لپاره د امریکا پخوانۍ ستراتیژي تر ډېره د افغان ژباړونکو د راپورنو پرمټ جوړه شوې وه.

نوموړي زیاته کړه:

"په جزئیاتو سره د یوې ټولنې پېژندنه د هر چا لپاره ساده کار نه دی، امریکایانو د افغاني ټولنې په پېژندنې کې دا ستونزه درلوده او دغې مسئلې دا مریکا په ستراتیژیګانو کې انعکاس پيدا کړ چې تر ننه پورې یې د افغان دولت او امریکا پر وړاندې د جنګېدونکو مخالفانو سره په مبارزه کې سستوالي راغلی."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر د افغانستان په جګړه کې پر نه پرمختګ انتقاد کړی او د ستور یې ورکړی چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن بر طرفۍ دې وڅېړل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سلاکارانو په یوه ناسته کې پوښتلي چې امریکا ولې له نېږدې ۱۷ کلونو راهیسې لا هم په افغانستان کې ده؟

خو په غبرګون کې یې د امریکا پياوړي سناتور جان مککېن ویلي چې د افغانستان په جګړه کې د ناکامۍ مسؤل د سپينې ماڼۍ د مشخصې ستراتیژۍ نشتوالی دی.

جان مککېن
جان مککېن

ده په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان د جګړې د ناکامۍ مسؤل په صحنه کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان نه بلکې د امریکايي ځواکونو اعلی سر قوماندان دی.

نږدې شپږ میاشتې وړاندې جنرال جان نېکلسن ویلي و چې امریکا په افغانستان کې د جګړې ګټونکې نه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، که چېرې امریکا د افغانستان په اړه یوه واحده او روښانه سترتیژي جوړه نه کړي، بیا به هم له ستونزو سره مخ وي.

محمد داود کلکاني ازادي راډيو ته وویل، په جګړه کې د څېرو بدلون نه شي کولای چې د افغانستان د په ټپه ولاړو ستونزو له هواري سره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که اوس هم امریکا او د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان لپاره یوه واحده ستراتیژي چمتو کوي، بیا به هم له ستونزو خالي نه وي، د څېرو بدلون ستونزه نه هواروي، تر کومه چې یوه ستراتیژي، یوځانګړی او روښانه پلان جوړه نه شي او دغه شان د مسئلې لېرې لید لوری واضح نه کړي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه مشتاق رحیم وايي، د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتیژي کې د افغان ځواکونو د تجهیز ترڅنګ باید د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې ډول د پاکستان د لاسوهنې د مخنیوي لپاره فشارونه هم زیات شي.

دی وايي، امریکا دې له همدې لارې هڅې پيل کړي چې د افغانستان د سولې لپاره د خبرو پيل ته زمینه برابره کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG