د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

ټرمپ وړاندیز کړی چې افغانستان کې دې جنرال جان نېکلسن له دندې لیرې شي


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وړاندیز کړی چې په افغانستان کې دې د امریکايي ځواکونو لوی قوماندان، جنرال جان نېکلسن له دندې لیرې شي.

د ازادي راډیو د خبر مرکز د سرچینو په حواله لیکلي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ دا وړاندیز ځکه کړی چې په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد د روانې جګړې له بنُ‎بسته بې‌حوصلې شوی دی.

د راپورونو په حواله، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ له دې امله چې د هغه په باور، د افغانستان په جګړه کې پرمختګ نه‌کېږي، په قهر دی.

ټرمپ تېره میاشت په دې اړه له خپلو سلاکارانو سره غونډه کړې او له هغوی یې توضېح غوښتې چې په داسې جګړه کې چې ۱۶ کاله‌یې دوام کړی، د لوبې پای څه ډول ترسیمېدلای شي.

دا خبر روېټرز، اسوشیټېډ پرس، ان. بي. سي نیوز او نورو خبري رسنیو د پټو سرچینو په حواله خپور کړی دی.

راپورونه وايي، ډونالد ټرمپ د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس او د لویو درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال جوزېف ډانفورد ته وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لوی قوماندان جنرال جان نېکلسن پر برطرفۍ غور وکړي.

جنرال جوزېف ډانفورد
جنرال جوزېف ډانفورد

ډونالد ټرمپ هغوی ته ویلي چې جنرال جان نېکلسن په افغانستان کې جګړه نه‌ګټي نو له دې امله باید له دې دندې، د هغه پر لیرې کولو فکر وشي.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، ډونالد ټرمپ همداراز استدلال کړی چې امریکا باید د افغانستان له حکومت سره د مرستې په بدل کې د هغه هېواد د کانونو په ګټه کې چې تقریباً یو تریلیون ډالر ګڼل کېږي، خپله برخه ولري.

جمهور رئیس ډونالد ټرمپ شکایت کړی چې په افغانستان کې د جګړې بار د امريکا پر غاړه دی، خو د کانونو او طبیعي زېرمو ګټه به‌یې د چین حکومت ته رسېږي.

ډونالد ټرمپ له دفاع وزیر، امنیتي چارواکو او خپلو سلاکارانو سره تر دې غونډې یوه ورځ مخکې، یو شمېر هغه منصبداران په سپینه ماڼۍ کې د غرمې ډوډۍ ته وربللي وو چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه له هغوی سره خبرې کړي او د هغوی نظرونه‌یې اورېدلي دي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې په سپینه ماڼۍ کې له وربلل شویو کسانو یې پوښتنه وکړه چې امریکا ۱۷ کاله په افغانستان کې پاتې شوه او دی غواړي وپوهېږي چې امریکا ولې دومره موده هلته پاتې شوې او څه باید وکړي؟

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

ټرمپ خبریالانو ته ویلي:

"ما د ډېرو خلکو زیات نظرونه اورېدلي، خو ما غوښتل چې له هغو کسانو سره خبرې وکړم چې په افغانستان کې یې وخت تېر کړی او هلته‌یې خدمت کړی دی."

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لوی قوماندان جنرال جان نېکلسن د لیرې کېدو پرېکړه لا نه‎ده شوې، خو روېټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به سبا بیا له خپلو امنیتي سلاکارانو سره وګوري.

XS
SM
MD
LG