د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

واشنګټن پوسټ: تراوسه لا امریکا په افغانستان کې څه کوي؟


ډېری نړيوالو رسنیو په افغانستان کې وروستیو امنیتي تحولاتو ته کتلي دي. ستارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې د کندهار په نظامي اډه کې د سې شنبې خونړۍ حملې ته په اشاره ليکلي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو حملې زیاتې شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا، طالبانو په خاکرېز ولسوالۍ کې پر دې نظامي اډه له څلورو خواوو حمله وکړه، ۲۶ کسان يې ووژل او ۱۳ نور يې ټپيان کړل.

ورځپاڼه د غور په تيوره ولسوالۍ، د فارياب په کوهستان ولسوالۍ او د پکتيا په جاني‎خېل ولسوالۍ کې د وروستیو تحولاتو په اړه لیکي:

مقالې د امریکا د یوې پوځي سرچينې له قوله ليکلي چې د روان کال په لومړیو کې له ۴۰۷ افغان ولسواليو څخه لس فيصده د طالبانو په لاس کې وې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان په اړه يو راپور خپور کړی دی.

د دې راپور عنوان دی: که امریکا له افغانستانه ووځي، څه به وشي؟

د مقالې په وينا، ويل کېږي د امريکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسېدونکې ده.

د دې جګړې شپاړس کاله کېږي، ۲۴۰۰ امریکايي سرتيري وژل شوي دي، اووه سوه میليارده ډالر مصرف شوي او اوس هم بريا ليري ده.

له بريا څخه د امریکا هدف ماتې نه خوړل دي.

د ورځپاڼې په وينا، د افغانستان په ختيځو غريزو سیمو کې د داعش له‎منځه وړل ستونزمن کار دی او په امریکا کې هم د دې جګړې ملاتړ کم شوی دی.

په افغانستان کې ملکي او غيرملکي تلفات بې ساري دي.

ورځپاڼه همدا راز په افغانستان کې يوه بله ستونزه يادوي چې سيمه‎یيز قدرتونه لکه ايران، پاکستان او روسيه په افغانستان کې خپلو ستراتيژيکو ګټو ته ګوري او ښايي دا د امريکا د ګټو په بيه تمامې شي.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې له همدې کبله ډېری امريکايان پوښتنه لري چې تراوسه لا امریکا په افغانستان کې څه کوي؟

په همدې هدف د واشنګټن پوسټ خبريال په کابل کې له ټکسي چلوونکي نيولې د طالبانو تر وياند او افغان څېړونکي پورې پوښتلي چې که امریکا له افغانستانه ووځي، څه به وشي؟

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وياند ويلیم سلوين ويلي چې که داسې وشي، خلا په رامنځته شي چې په افغانستان او پاکستان کې مېشتې تر شلو زیاتې تروريستي ډلې به ورڅخه ګټه پورته کړي، دا هېواد به نور هم بې ثباته شي او د افغان حکومت لپاره نوي او جدي تهديدونه جوړ شي.

د طالبانو وياند ذبيح‎الله مجاهد ويلي، دا کار به د افغانانو او امریکايانو په ګټه وي او د وينو د بهېدو مخه به ونيول شي.

خو يوه عادي افغان چې ۵۷ کلن دی او ټکسي چلوي، ويلي چې که ټرمپ پرېکړه وکړي افغانستان پر تش ميدان پريږدي، دا هېواد به يو ځل بيا د جګړې په ميدان بدل شي چې اصلي تارونه به يې د سيمه یېزو هېوادونو په لاسو کې وي.

XS
SM
MD
LG