د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پیچلې لارې د اوباما د ستراتیژۍ په وړاندې لوی ګواښ


په افغانستان کې دبارک اوباما د جګړ ې د ستراتیژۍ د بریالیتوب په وړاندې لوی ګواښ ددې هیواد دختیځ او جنوب په سرحدي سیمو کې هغه پټې او مار پیچې لارې دي چې پرې په وسلو او اکمالاتو بار وسلوال له ګاونډي پاکستان څخه را اوړي .


په هلمند کې چې د مارجې په څېر ولسوالیو کې يې د بارک اوباما جنګي ستراتېژي د نمونې په توګه عملي شوې ده امریکايي پوځي قومندانان وايي دلته ډېر ښارګوټي د تیر کال په پرتله اوس خوندي دي او د طالبانو فعالیت په کې کم شوی دی .

خو د پاکستان سره د پولې څخه دوسلوالو اسانه اوښتل را اوښتل دا لاس ته راوړنه په ډېره اسانۍ په اوبو لاهو کولی شي .

د امریکا د پلي سمندري ځواکونو یو قومندان ډګروال ډیویډ فورنیس چې د مارجې د ولسوالۍ په تازه حال یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل ، له دې سیمې ډېرې پیچلې او ګڼې لارې پاکستان ته تللي چې وسلوال طالبان پرې تګ راتګ کوي .

د ډګروال فورنیس په وینا طالبان پر دې لارو په وړو ډلو کې تګ راتګ کوي او د اکمالاتو او تګ راتګ لپاره د ملکیانو له لاریو او موټرو ګټه اخلي .

نوموړي خبریالانو ته وویل سرتیرو یې داسې بریښنايي وسایل نیولي چې په کورنو کې په جوړیدونکیو بمونو کې کاریږي او د پاکستان د تولیداتو نښې ورباند ې دي .

نوموړي دا څرګندونې له هغې څو ساعته مخکې وکړې چې سپینې ماڼۍ په افغانستان کې د خپله جنګي ستراتېژۍ د ارزیابۍ نتایج خپاره کړل.

د اسوشیتيد پریس خبري اژانس راپور وايي ، د اوباما په هغه پلان کې چې غواړي د افغانستان په جنوب او ختیځ کې ګڼ میشتي سیمې خوندي کړي لویه ستونزه همدا د وسلوالو د پټیدو او اکمالولو په برخه کې د پاکستان د رول ده .

د امریکا د متحدو ایالتونو د ټولو ځواکونو لوی درستیز امیر البحر مایک مولین د پنجشنپې په ورځ په کندهار او هلمند کې هغو وړو امریکايي بیسونو ته ورغی چې د پاکستان پولې ته نېږدې پراته دي .

نوموړي له ده سره ملګرو خبریالانو ته وویل داسې نښې ویني چې د دوی ستراتيژي د امریکايي او افغان افسرانو او ولسي خلکو تر منځ د باور په زیاتیدو کې موثره ده او سیمه ایزه حکومتي چارواکي ورسره بامسولیته او حسابي شوي دي .

د نوموړي په وینا په مجموعې توګه د پام وړ پرمختګ شوی دی . خو لا هم اوږده لاره په مخ کې ده .
تر دې مخکې په پاکستان کې ، مایک مولین په دې هېواد کې د وسلوالو د پټیدو ، تنظیمدو او مجهزیدو د ستونزې په اړه خبر ې کړې وې .

د افغانستان د جګړ ې دستراتېژۍ په اړه د سپینې ماڼۍ د ارزیابۍ په پنځه مخیزه خلاصه کې د وسلوالو په تجهیز کې د پاکستان د رول په اړه نرمه یادونه شوې ده .

ویل شوي ، د وسلوالو د پټیدو د خوندي ځایونو له منځه وړل د پاکستان سره په سرحدي سیمو کې د همکارۍ د پرختیا او زیاتول غواړي .

خو په دې کې د شمالي وزیرستان او بلوچستان چې تر ټولو ډېرې د اندیښنې سيمې دې مشخصه یادونه نه ده شوې .

د جګړې د ستراتيژۍ د ارزیابۍ په خلاصه کې ویل شوي دي چې پاکستان په تېر کال کې د وسلوالو د پټنځایونو د له منځه وړلو په برخه کې پر مختګ کړی او په دې برخه کې يې زیانونه هم ګاللي دي.

خو پاکستاني چارواکو ډېر تمرکز پر هغو وسلوالو ډلو کړی چې د ننه پاکستان کې يې ګواښونه رامنځ ته کړ ې دي ، دوی تر اوسه د امریکا هغه غوښتنه نه ده منلې چې په شمالي وزیرستان کې چې دی د وسلوالو پر ضد اقدام وکړي .

د امریکا د ټولو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال جنرال جیمز کارټ ورایټ دا اونۍ په وشينګټن کې وویل په سرحدي سیمو کې د وسلوالو طالبانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د امریکا او پاکستان ګډې هڅې د پخوانیو اتلس میاشتو په مقایسه په وروستیو دوو میاشتو کې چټکې شوې دي . او له دې سره له کرښې څخه د وسلوالو طالبانو د اوښتو را اوښتو وړتیا کمه شوې ده .

خو ایا دا هڅې پوره دي ، کارټ ورایټ وویل چې نه ، خو دا د سولې د ټینګښت لپاره لاره هواروي او زه باور لرم چې ډېر زر به یې اغیزې ووینو .
XS
SM
MD
LG