د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

ټېلرسن: امریکايي ځواکونه به تر نامعلوم وخته په سوریه کې پاتې وي


د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د لومړي ځل لپاره د سوريې د جګړې په اړه د خپل هېواد بې قیده ژمنه اعلان کړه.

د بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکايي ځواکونه به تر نامعلومې نېټې پورې په سوریه کې پاتې وي.

ښاغلي ټېلرسن پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» په اسټنفورډ پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، په سوریه کې به د امریکايي ځواکونو ماموریت د داعش پر ځپلو او دې هېواد ته د دې ډلې د بېرته ستنېدو د مخنیوي پر موضوع متمرکز وي.

نوموړي وویل، په اوس وخت کې له سوريې څخه د امریکايي ځواکونو وتل به بشار الاسد ته فرصت برابر کړي چې د خپلو خلکو پر ضد ظالمانه چلند له سره پیل کړي.

د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

رکس ټېلرسن د سوريې ولسمشر بشارالاسد ته د خپلو خلکو د قاتل خطاب وکړ او ویې ویل چې اسد نه‎شي کولی په سوریه کې د اوږدمهاله ثبات لپاره د خلکو باور ترلاسه کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په سوریه کې د امریکا نه‎شتون به ایران ته زمینه برابره کړي چې په سوریه کې خپل نفوذ او رول پراخ او قوي کړي.

ټېلرسن وویل، څرنګه چې د ایران په نیابتي جګړو کې لیدل کېږي او د دغه هېواد چارواکي وايي، ایران په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ د پراخوالي او د امریکا او اسرائیل د زیانمولو په هڅه کې دی.

اسد نه‎شي کولی په سوریه کې د اوږدمهاله ثبات لپاره د خلکو باور ترلاسه کړي.

متحده ایالات دا مهال په سوریه کې دوه زره سرتېري لري او امریکايي جنګي او څارونکي الوتکې د دې هېواد په فضا کې فعالیت کوي.

امریکا دغه راز اعلان کړی دی چې په سوریه کې به ۳۰ زره کسېزه سرحدي ځواک جوړ کړي چې دې هېواد ته د داعشیانو د بېرته ستنېدو مخه ونیسي.

ترکيې، روسيې، ایران او د سوريې حکومت د متحده ایالاتو له دې پلان سره سخت مخالفت څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG