د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتېرو لېږل به څومره ګټور تمام شي؟


امریکا د اضافي سرتیرو په استولو سره د افغان جګړې د ګټلو په لټه کې ده.

رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت غواړي افغانستان ته نېږدې څلور زره پوځیان واستوي څو له ۲۰۰۱ کال راهیسې د پیل شوې جګړې په سبب تر ټولو بد اوسنی حالت لږ بدل کړي.

د امریکا متحده ایالتونه غواړي افغانستان ته څلور زره نور پوځیان واستوي څو هغه طالبان مات کړي چې د امریکايي څارونکو ډلو په خبره اوس د هېواد نیمايي برخه کنټرولوي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي د طالبانو تر څنګ د یوې بلې ډلې اسلامي دولت یا داعش ګواښ هم ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

د امریکا متحده ایالتونو په داسې حال کې افغانستان ته د اضافي سرتېرو په استولو فکر کړی چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې ته د یوه داسې افغانستان انځور ورکړی چې دولت یې کمزوری او مفسد دی، د امریکا مرستې ورسره بې ګټې بلل شوي او وسله وال مخالفین یې چې طالبان دي ورځ تر بلې غښتلي کېږي.

خو د یاد امریکایي چارواکي د څرګندونو برعکس افغان حکومت دغه هېواد ته ده اضافي سرتېرو له استولو هرکلی کړی دی.

د ولسمشر د ویندوی دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل که څه هم افغان پوځیان په خپلواکه توګه عملیات مخته وړي بهرني پوځیان به یې تر ډېره په روزنې او مشورو کې همکار وي.

د افغان سرتېرو روزنې پروګرام.
د افغان سرتېرو روزنې پروګرام.

هغه د بهرنیو پوځیانو دا رول مهم یاد کړی دی.

  • خو پوښتنه دلته ده چې د اضافي سرتېرو لېږل به څومره ګټور تمام شي؟

ډېری افغانان په دې باور دي چې شااوخوا یو لک او شلو زرو بهرنیو پوځیانو افغان جګړه کامیابه نه کړه نو څلور زره نور اضافي امریکايي سرتېري به د دغه جګړه ځپلي هېواد درد څه دوا کړي.

په افغانستان کې د اضافي بهرنیو سرتېرو د موجودیت غوښتنه په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان او نورو لوړپوړو پوځي امریکايي چارواکو کړې ده.

د همدې غوښتنو په اساس ولسمشر ډونالد ټرمپ د دغه هېواد د دفاع وزیر جیمز متېس ته د اضافي سرتېرو د شمېر د تعینولو واک ورکړ هغه واک چې د پنجشنبې په ورځ ترې جیمز متېس یادونه وکړه.

  • امریکايي پوځیان به اوس له کومو ډلو سره مخ وي؟
    امریکايي ځواکونه.
    امریکايي ځواکونه.
    دا دویمه مهمه پوښتنه ده.

له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغان جګړې پر مهال امریکايي پوځیانو او نورو بهرنیو سرتېرو له طالبانو سره جګړه کوله، تر څنګ یې د القاعدې د فعالیتونو مخه یې هم نیوله خو اوس به دا اضافي سرتېري له څو نورو مخالفو ډلو سره هم جنګ کوي.

افغان طالبان.
افغان طالبان.

د طالبانو وسله وال کسان چې اوس یې تر پخوا لا زیات جګړو ته زور ورکړی

  • د طالبانو په منځ کې حقاني ګروپ چې له تروریستي ګروپونو سره اړیکې لري
  • داعش یا اسلامي دولت ډله
  • د ازبکستان اسلامي تحریک جنګیالي

که چېرته اضافي امریکايي سرتېري افغانستان ته واستول شي په مجموعي توګه به د نورو وړو ګروپونو تر څنګ له پاسنیو مهمو وسله والو ډلو سره جګړه وکړي.

  • دریمه مهمه پوښتنه دا ده چې که چېرته امریکایان ناکامه شي څه به کېږي؟

په جګړه کې د امریکایي سرتېرو ناکامي به افغانستان د وسله والو ډلو په امن ځای بدل کړي.

د القاعدې ګواښ به زیات شي حال دا چې دا ډله که څه هم ویل کېږي مرکز یې لا هم په افغانستان او پاکستان کې دی ډېر تمرکز منځني ختیځ سوریه، عراق او لیبیا ته اړولی دی.

د ناټو او بهرنیو پوځیانو په وړاندې به د خلکو کرکه زیاته کړي ځکه دوی له شپاړس کلنې جګړې وروسته په دې باور دي چې بهرني سرتېري د سولې او ثبات په ټینګولو کې پاتې راغلي دي.

اوس وخت نېږدې اته نیم زره امریکايي عسکر په افغانستان کې دي.

دوی د لکونو افغان عسکرو په روزلو بوخت دي چې اوس جګړه مخته وړي خو ورځ تر بلې د وضعیت د ښه کېدو پر ځای نا امني لمن لویوي.

راپور:صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG