د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د امریکایي سرتېرو ډلې د نوي مأموریت لپاره افغانستان ته رسېدلي


د امریکايي سرتېرو ډلې د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د روحیې د ورکولو په مقصد، د نوي مأموریت په ترڅ کې څو ورځې مخکې افغانستان ته ورسېدې.

اکثر امریکايي سرتېري چې اوس اوس افغانستان ته رسېدلي، د افغانستان په جګړه کې د ګډون تجربه لري او له پوځي روزنې وروسته په پښتو او دري ژبو څه نا څه پوهېږي.

دا سلګونه سرتېري په خپله خوښه افغانستان ته تللي او د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند ټام ګرېسبک وايي چې دوی له خپلې دندې سره خورا زیاته مینه لري.

د دې سرتېرو او د افغانستان په مأموریت کې د شاملو نورو امریکايي پوځیانو ترمنځ توپیر یوازې دا نه‌دی چې دوی د جګړې تجربه لري، بلکې اصلي توپیر یې دا دی چې دوی به د جبهې په لومړۍ کرښه کې د افغان پوځ د کنډکونو په کچه ګزمې کوي او د هلمند او ننګرهار ولایتونو په ګډون، په ټول افغانستان کې به دنده ترسره کوي او ځکه به له زیات خطر سره لاس او ګرېوان وي.

د افغان پوځ د روزنې لپاره د ناټو او امریکايي ځواکونو پروګرام اوس مهال تر ډېره ځانګړي ځواکونه یا کمانډو پر مخ بیايي او تمرکز یې هم د عادي قواوو په پرتله د افغان کمانډو ځواک پر روزنه دی.

د ډموکراسیو د دفاع د بنسټ لوړ رتبه څېړونکی، د افغانستان د چارو کارپوه بیل روجیو وايي، افغانستان ته د دې سرتېرو استول پر ځای اقدام دی، خو دی زیاتوي چې دا کار ښايي محدود اغېز ولري.

فرانس پرس خبري اژانس د ښاغلي روجیو له قوله لیکي چې وايي، دی په دې کې شک لري چې دا کار به د جګړې د ډګر په څنډو کې وضعیت بدل کړي، په رښتیا به هم د بدلون باعث شي، د طالبانو د پرمختګ مخه به ونیسي او هغوی به مات کړي.

خو امریکايي قوماندانان وايي چې افغانستان ته د نویو سرتېرو استول، د هوايي حملو زیاتول او د پاکستان په ګډون د سیمې لپاره نوې ستراتېژي به د طالبانو له ماتولو سره مرسته وکړي.

امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان په ۱۰۰ کې ۶۴ وګړي د افغان حکومت تر ولکې لاندې اوسي، په ۱۰۰ کې ۱۲ د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې او پاتې یې په متنازع سیمو کې ژوند کوي.

امریکايي چارواکو په افغانستان کې د خپل نوي پوځي مأموریت لپاره ډېر لوړ هدف نه‌دی ټاکلی، بلکې هیله لري چې نوي سرتېري به د دوو کلونو په اوږدو کې د حکومت د واکمنۍ ساحه په ۱۰۰ کې له ۶۴ څخه په ۱۰۰ کې د ۸۰ وګړو قلمرو ته پراخه کړي.

XS
SM
MD
LG