د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

کورنیو چارو وزارت: په کابل کې پر«امام زمان» جومات حمله کې ۳۹ تنه وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د شت برچي سیمه کې پر «امام زمان» جومات انتحاري حمله کې ۳۹ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې پپښه نن ماښام ۵ او ۳۰ د قیقې د ماښام لمانځه پر مهاله هله رامنځته شوه کله چې انتحاري په ځان پوري چاوېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.

  • ​پخواني معلومات

د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې څو شېبې وړاندې د امام زمان پر مسجد وسله والو حمله کړې ده.

عیني شاهدان وايی چې حمله د ماښام له لمانځه څو شېبې وروسته شوې ده.

یوه عیني شاهد ازادي راډيو ته وویل چې تر پېښې وروسته یې د شااوخوا ۳۰ تنو جسدونه لیدلي دي.

سرچینې همدارنګه زیاته کړه چې په دغه حمله کې څه باندې ۴۰ تنه ټپيان شوي هم دي.

یوې معتبرې امنیتي سرچینې هم له ازادي راډیو سره خبروکې له سیمې نه د۳۰ جسدونو د انتقال خبر تائید کړ.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي سلاکار محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې له دغې حملې تر دامهاله ۲۲ مړي او ۱۶ ټپيان د کابل امبولانس له لارې دولتي روغتونونو ته انتقال شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې اوس هم په سیمه کې د ډزو غږګونه اورېدل کېږي.

تر دامهاله ددې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یو بل خبر له مخې نن ماښام د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ په خواجه ګان سیمې په یوه جومات کې هم انتحاري حمله شوې ده.

د دولینه ولسوال احمد حسین دانشیار د دغه خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې په دغه انتحاري حمله کې د یوه سیمه ییز قوماندان فضل احد په ګډون ۳۰ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

خو تر دې وړاندې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر جوماتونو د ورته حملو مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

د یادونې وړ ده چې د وږې میاشتې پر څلورمه د کابل ښار په خېرخانه سیمه کې د امام زمان په نوم پر یوه بل جومات په وسله واله حمله کې ۲۸ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

همدارنګه روان کال د کابل ښار په لودېځه څنډه کې پر الزهرا جومات په وسله واله حمله کې ۵ تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG