د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

د کابل چاپ ورځپاڼو د نننیو چاپ شویو ګڼو غټ ټکي کوم دي؟


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار پر سفر او له افغان مشرانو سره دده پر لیدنو کتنو بېلابېلې لیکنې کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک له ولسمشر اشرف غني سره د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار لیدنې ته ځانګړی کړی او لیکلي یې دي چې په دې لیدنه کې د افغان حکومت د سولې د وړاندیز او له پاکستان سره د خبرو اترو د پیل د څرنګوالي په اړه خبرې شوې دي.

ورځپاڼې د ولسمشر د یوه ویاند په حواله دا هم لیکلي دي چې په دې لیدنه کې له ترورېزم او جرمي اقتصاد سره د مبارزې په څرنګوالي هم خبرې شوې دي.

د ورځپاڼې په وینا، د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره داسې مهال د ترورېزم په وړاندې د مبارزی په څرنګوالي خبرې کېږي چې پاکستان اوس مهال د نړیوالې ټولنې او په تېره بیا د امریکا تر فشار لاندې دی او پر اسلام اباد تور لګېدلی چې د ترورېستي ډلو او طالبانو ملاتړ کوي.

ورځپاڼې د سیاسي چارو د کتونکو په حواله لیکلي دي چې پاکستان هڅه کوي چې په دا ډول تګ راتګ سره داسې وښیي چې ګواکی دغه هېواد له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو پلوي کوي، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا، د پاکستان پوځیان د پخوا په څېر له ترهګرو ملاتړ کوي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره د لیدنې په مهال د پاکستان صدراعظم ته د کابل د سفر رسمي بلنه ورکړه.

ورځپاڼه د ارګ ماڼۍ د یوه بیان په حواله لیکي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمه ییز اتصال او سیمه ییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث ترڅنګ، د جرمي اقتصاد او ترورېستي ډلو پر فعالیت او له هغو سره د مبارزی پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ناصر جنجوعه د خپل افغان سیال حنیف اتمر په بلنه، د یوی ورځې د سفر په هدف کابل ته راغلی و.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار دفتر هم د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ددغه سفر اساسي هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کول او د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړه د همکاریو ډاډ ورکول وو.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې د جنجوعه څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي، داسی بریښي چې پاکستان د امریکا د فشارونو په پایله کې اړ شوی چې په خپله تګلاره کې بدلون راولي، که څه هم پاکستان پخوا هم دا ډول تظاهر کړی، خو له دی وړاندی اسلام اباد هېڅ کله هم د امریکا له فشار سره نه وو مخامخ.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې افغان حکومت هڅه کوي چې سیمه ییز تقابل په سیمه ییزې همکارۍ بدل کړي.

خو د ورځپاڼې په وینا، د افغان حکومت دا هڅه هله بریالۍ کېدای شي چې د چم ګاونډ هېوادونه له افغانستان سره د سولې په ټینګښت کې همکاري وکړي.

اوټ لوک او افغانستان ما:

اوټ لوک او افغانستان ما ورځپاڼو هم په خپلو لومړیو مخونو کې د ولسمشر اشرف غني له خوا د پاکستان صدراعظم ته د کابل د رسمي سفر د بلنې په اړه لیکنې کړي دي.

دواړو ورځپاڼو لیکلي دي چې ددی بلنې اساسي هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د دولتونو په کچه د هر اړخیزو خبرو پیلول دي.

XS
SM
MD
LG