د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

دفاع وزارت: روسیه دې د ناڅرګندو هلیکوپټرو په اړه اسناد وړاندې کړي


د افغانستان دفاع وزارت د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر هغه اندېښنه بې‌ځایه وبلله چې ګواکې نامعلومې الوتکې په افغانستان کې وسله‌والو او په خاصه توګه داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې ته وسلې لېږدوي.

که څه هم د نامعلومو هلیکوپټرو له لوري وسله‌والو ته د وسلو د لېږد ادعا په افغانستان کې تازه نه‌ده، خو ښايي دا لومړی ځل وي چې روسیه په دې برخه کې له امریکا د وضاحت غوښتنه کوي.

د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه د روسیې اندېښنې بې‌ځایه بللي او ویلي یې دي چې هېڅ داسې شواهد نه‌شته چې دغه ادعا دې ثابته کړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې د اسنادو له موجودیت پرته باید غیر مسؤلانه خبرې ونه‌شي.

وزیرِي: دا یوازې اوازې دي.
وزیرِي: دا یوازې اوازې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په افغانستان کې ډېره څېړنه وکړه چې په دې اړه اسناد یا شواهد پیدا کړو، خو تر اوسه مو هېڅ نه‌دي پیدا کړي او نه‌یې چا په اړه اسناد راکړي. دا یوازې اوازې دي او که څوک سند لري، نو کولای شي چې له افغان حکومت سره‌یې شریک کړي."

تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې له پاکستاني سیال سره ترکتنې وروسته له امریکا څخه د هغه نامعلومو الوتکو په اړه چې په افغانستان کې وسله والو مخالفینو او داعش ته وسلې لېږدوي د وضاحت غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي لاوروف په خبره امریکا باید د هغه اوازو په اړه چې د افغانستان په شمال کې بې‌مارکه هلیکوپټرې وسله‌والو او په خاصه توګه داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې ته وسلې او نور توکي لېږدوي واضح ځواب ورکړي.

لاوروف همداراز ویلي چې ورته ادعاوې په کراتو د افغان سیمه‌ییزو مسؤلینو له‌خوا هم راپورته شوې دي.

که څه هم امریکا د روسيې د دغې تازه غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس خبریالانو ته ویلي و چې امریکایان د داعش وسله‌والې ډلې پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي.

تر دې وړاندې د سرپل والي ظاهر وحدت هم ادعا کړې وه چې په دغه ولایت کې د شپې پر مهال نامعلومه الوتکې وسله‌والو ته وسلې او مهمات ښکته کوي.

وسله‌والو ته د نامعلومو الوتکو له لوري د وسلو د لېږد ادعا په سرپل، بدخشان، بغلان، ننګرهار او غزني ولایتونو کې مطرح شوې ده، خو دفاع وزارت بیا دا ډول ادعاوې ناسمې بولي.

غزني کې د نامعلومو هلیکوپټرو د ناستې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی

بلخ والي: نامعلومې هلیکوپټرې افغان خاوره کې مخالفینو سره مرستې کوي

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، که څه هم ګڼې نړیوالې استخباراتي ادارې په افغانستان کې فعالیت کوي، خو روسیه باید د خپلې ادعا په اړه اسناد وړاندې کړي.

وردګ: که روسیه دا ډول ادعا کوي باید اسناد وړاندې کړي.
وردګ: که روسیه دا ډول ادعا کوي باید اسناد وړاندې کړي.

د پوځي چارو افغان کارپوه زلمی وردګ وايي:

"دا خو ټولو ته معلومه ده چې افغانستان د نړیوالو رقابتونو ډګر دی او هر څوک کوښښ کوي چې خپله حربه مخ ته کړي، خو که روسیه دا ډول ادعا کوي باید اسناد وړاندې کړي."

د ښاغلي وردګ په خبره روسیه له پوځي پلوه خورا پیاوړې ده او که چېرته په افغانستان کې د نا معلومو هلیکوپټرو له لوري وسله‌والو ته وسلې لېږدول کېږي ډېر په اسانۍ یې کولای شي دغه مسئله مستنده کړي، خو په دې برخه کې غیر مسؤلانه څرګندونې د افغانانو پر عامه ذهنیت هم بد اغېز کولای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG