د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

په کابل کې د امریکا سفیر: له افغانستانه زموږ ملاتړ تروریستانو ته ښکاره ځواب دی


په کابل کې د امریکا سفیر وايي، دښې او باثباته راتلونکي لپاره له افغانستان څخه د امریکا د همکارۍ دوام د تروریستانو او وروستيو حملو لپاره تر ټولو ښه او واضح ځواب دی.

جان باس چې د پنجشنبې په ورځ یې«۱۳۹۶کال سلواغې۰۵» په کابل کې د ګمرکي چارو د اسانتیا د مرکز د پرانیستلو پر مهال خبرې کولې وویل، افغانان د ښې راتلونکې مسحق دي او د امریکا متحده ایالات به دغه هدف ته د رسېدو لپاره له افغانانو سره له نېږدې خپل کار ته دوام ورکړي.

جان باس
جان باس

نوموړي زیاته کړه:

"دغه مرکز به په نړۍ کې د افغانستان نوم بېرته راوګرځوي او خلکو ته به د دغه هېواد په اړه بېلابېل لید لوري ورکړي او زه باور لرم چې دا د تاوتریخوالي او د وروستیو پېښو لکه د انټر کانټیننټال او تېره ورځ د جلال اباد پېښو لپاره بهترین ځواب دی."

دا د انټر کانټیننټال او تېره ورځ د جلال اباد پېښو لپاره بهترین ځواب دی

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې وسله والو مخالفیونو د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړی هغه حملې چې د کارپوهانو په خبره ترشاه یې د پاکستان لاس دی.

د دغه اکثرو حملو مسؤلیت چې طالبانو، داعش او یاهم د افغان حکومت په خبره د حقاني شبکې منلی ګڼو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

پر انټرکانټیننټال هوټل د خونړۍ حملې وروسته چې مسئولیت یې طالبانو ومانه یو شمېر بهرنیو اتباعو چې ډېری یې د اوکراین وه او په کام ایر شرکت کې یې کار کاوه له افغانستان څخه ووتل.

له بلې خوا داعش تېره ورځ په ننګرهار کې د ماشومانو د خوندېتوب پر دفتر حمله وکړه چې نړیوال غبرګونونه یې هم له ځان سره لرل.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا طالبانو ته په خطاب کې وویل چې که افغانان یاستۍ نو خپل واک ګاونډیو هېوادونو ته مه ورکوۍ او بین الاافغاني خبرو ته حاضر شئ.

له دې ټولو سره ـ سره د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ له اعلان او همدا راز پر پاکستان د امریکا د مرستو له ځنډولو وروسته داسې هیلې وټوکېدې چې ممکن دغه هېواد د تروریستانو له ملاتړه لاس واخلي.

خو د ولسي جرګې د یو شمېر غړیو په خبره اوس داسې نه برېښي چې اسلام اباد دې د امریکا فشارونو ته غاړه ایښې وي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې تروریستان که په هر نامه تاوتریخوالی کوي او خپلې حملې جاري ساتي په تاریخ کې له بدنامۍ پرته نور هېڅ نه شي ترلاسه کولای.

د ښاغلي عبدالله په خبره افغانان به خپلو هیلو ته چې سوله ده هرو مرو ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

"زه باور لرم چې افغانان سوله غواړي او عادلانه سوله غواړي او دې هیلې ته رسېږي، خو زموږ د هېواد دښمنان او تروریستان به په تاریخ کې له بدنامۍ پرته بل څه لاسته رانه وړي، تېره ورځ یې بشري جنایت ترسره کړه نومونه یې مختلف دي کله طالبان، کله داعش او کله هم حقاني خو ماهیت یې یو ډول دی."

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی نادر خان کټوازی بیا وايي، امریکا باید نور د پاکستان پر وړاندې له پوځي انتخابه کار واخلي او له دې زیاته ورسره د لېوه او وزې لوبه ونه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG