د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

پر انټرکانټیننټال هوټل حمله کې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یو غړی هم وژل شوی


د راپورونو له مخې د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل په وسله واله حمله کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یو غړی هم وژل شوی دی.

د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د وسله والو طالبانو د ډله ییز برید د قربانیانو په اړه له متناقضو معلوماتو وروسته د عامې روغتیا وزارت نن پنجشنبې نوې شمېرې اعلان کړې.

د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو د څانګې مشر وحید مجروح د دې خونړۍ حملې د قربانیانو د وروستۍ شمېرې په اړه آزادي راډیو ته معلومات ورکړل:

وحید مجروح
وحید مجروح

"په لومړي پړاو کې ۲۲ کسان مړه اعلان شول، خو وروسته درې نور مړي وموندل شول چې له دې سره د مړو ټول شمېره ۲۵ ته ورسېد، په دې ۲۵ مړیو کې پنځه د بریدکوونکو دي، دیارلس د بهرنیانو او اووه نور د افغانانو دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې حملې په بهرنیو قربانیانو کې اکثر د کام اير هوايي شرکت کارکوونکي او د جرمني، اوکراین، وینزویلا، او قرغزستان وګړي شامل دي، خو اوس اوس روښانه شوې چې په پېښه کې امریکايي اتباعو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرټ تېره شپه تائید کړه چې په برید کې څلور امریکایان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

مېرمن ناوئرټ د قربانیانو د هویت په اړه څه ونه ویل خو CNN ټلوېزیوني شبکې د رسمي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په وژل شویو کسانو کې یو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالد ټرمپ د کمپاین د سلاکار رېک ګیټس Rick Gtes ویاند ګلېن سېلیګ Glenn Selig و.

د ډونالډ ټرمپ د کمپاین سلاکار رېک ګیټس
د ډونالډ ټرمپ د کمپاین سلاکار رېک ګیټس

د CNN د راپور له مخې هغې تبلیغاتي ټولنې چې سېلیګ کار پکې کاوه په یوه بیان کې دا خبر تائید کړی.

راپور زیاتوي چې سېلیګ په دې وروستیو کې په داسې حال کې د ګېټس استازیتوب کاوه چې نوموړی له روسیې سره د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د ځینو چارواکو د اړیکو په قضیه کې تورن دی.

د کابل پر انټر کانټيننټال هوټل که څه هم په وروستیو څو کلونو کې درې ځلې وسله والې حملې شوې دي، خو وروستۍ هغه د وژل شویو بهرنیو اتباعو د شمېر له پلوه تر ټولو خونړۍ بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG