د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د برید په اړه نوي اړخونه پیدا شوي


په داسې حال کې چې د کابل په انټر کانټیننټال هوټل له برید څلور ورځې تېرېږي خو لا یې هم په اړه خبرې نه‎دي زړې شوي او نوي اړخونه پیدا کوي.

په ځانګړي ډول د هوټل په ۴۰۲ نمبر خونه کې په پېښور کې د پخواني افغان جنرال قونسل عبدالله وحید پویان او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د ستراتیژیکو پلانونو مسؤل احمد فرزان وژل کېدل چې د افغانستان د سولې په برخه کې د دواړو د فعالیتونو او هڅو په اړه خبرې کېږي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمدامین وقاد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۵» ازادي راډیو ته وویل، ممکن له دې دواړو سره په ځانګړي ډول له عبدالله پویان سره چې په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسل تېر شوی و، د سولې په اړه ډېر او خاص معلومات موجود وو.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمدامین وقاد
د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمدامین وقاد

دی وايي:

"عبدالله پویان چې له کوم وخته په پېښور کې قونسل پاتې شوی و، ډېر څه به ورسره وو، ډېر او خاص معلومات او فرزان هم دغه شان یو حد کې سړی و چې ده ته ورغلی، مرکزي ضربه په همدوی واقع شوې، دوی د راز خزانې وې، دغه خزانه هغوی له‎منځه یوړه او دا یې غوښتل هغه شواهد چې له دوی سره وو، د افغانستان له دولت سره شریک نه‎شي."

د راپورونو له مخې د هوټل په کومه خونه کې چې عبدالله پویان او د ده ملګری، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د ستراتیژیکو پلانونو مسؤل احمد فرزان وژل شوي دا یوازینې خونه وه چې په کې چاودنه شوې او سوځول شوی دی.

افغان جنرال قونسل عبدالله وحید پویان او د سولې د عالي شورا غړی احمد فرزان د راز خزانې وې.

ازادي راډیو غوښتل په دې اړه د ډېرو جزئیاتو لپاره د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو د مسؤلینو نظر هم واخلي خو بریالی نه شو.

ویل کېږي چې عبدالله پویان له دې تېرو دوو میاشتو راهیسې په کابل کې د پاکستان د ویزې او په کراچۍ کې د افغان جنرال قونسل په توګه د خپل کار پېلېدو ته په تمه و، خو د پاکستان سفارت ویزه نه ورکوله او له شواهدو داسې ښکاري چې نوموړی هېواد په کراچۍ کې د افغان جنرال قونسل په توګه له پویان سره موافقه نه درلوده.

د کابل په حمله کې د لوړ پوړو چارواکو وژل کېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00

په اسلام‎اباد کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس د پویان تر وژل کېدلو یوه ورځ وروسته په خپله فیس‎بوک پاڼه کې د نوموړي په حواله لیکلي، پویان تر وژل کېدو دوه ورځې مخکې ماته په ټیلیفون ویلي وو:

"که پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان د قونسل په حېث ما سره موافقه نه‎کوي، نو ما لپاره د ژوند تر ټولو ستره د افتخار خبره ده."

د پېښور له قونسلګرۍ د عبدالله پویان لېرې کېدل، د پاکستان د سفارت له‌خوا یې د ویزې ځنډول، په دا شان ډ‌ول یې وژل کېدل او ورسره په خونه کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د ستراتیژیکو پلانونو مسؤل احمد فرزان یو ځای وژل کېدو له خلکو او رسنیو سره ګڼې پوښتنې راولاړې کړي دي.

عبدالله پویان په پېښور کې د افغان جنرال قونسل په توګه د خپل کار تر پیل شپږ میاشتې وروسته د افغان کډوالو له يو پلاوي سره کابل ته راغی او افغانستان ته یې د دوی د راستنېدنې په اړه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي وو.

نوموړی په دواطلبانه توګه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د را ستنولو په برخه کې د «خپل وطن ګل وطن» په نوم د کمپاین له نوښتګرو هم ګڼل کېده.

عبدالله وحید پویان
عبدالله وحید پویان

پویان هغه مهال ازادي راډیو ته په خبرو کې ویلي و چې ارګ سره د افغان طالبانو د کورنیو د راستنېدنې په اړه هم غږېدلی دی:

"یو تعداد مخالفین غواړي چې په دواطلبانه شکل باندې افغانستان ته راستانه شي، په خپلو کړو وړو باندې پښیمانه دي، نور د افغانستان د حکومت پر ضد وسله‎واله جګړه نه غواړي، دوی موږ سره تماسونه نیولي دي او موږ یې پیغام ولسمشر ته ورکړ."

پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې او د پویان ځوابونه!

عبدالله پویان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر محمد اشرف غني یو مهم ملاتړی و.

په ورته وخت د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل په برید کې د عبدالله پویان او احمد فرزان وژل کېدل بې څه نه‎ګني.

د سیاسي چارو افغان کارپوه او په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي وايي، پویان د پاکستان د سیاست مخالف و او فرزان چې له طالبانو سره یې نېږدې اړیکې درلودې غوښتل چې یو شمېر طالبان د سولې خبرو ته راضي کړي.

پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي
پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي

دی وايي:

"عبدالله پویان د پاکستان د سیاست مخالف و، ده خپل افغانیت او شخصیت ساتلی و، لومړی ځل کوښښ وشو چې دی له کونسلګرۍ لېرې شي، د فرزان د وژنې په اړه باید ووایم چې دی د طالبان په وخت کې مفتي و، یعنې د طالبانو نېږدې سړی و، اوس یې د دولت سره همکاري درلوده او د طالبانو له یو شمېر کسانو سره یې اړیکې نیولې وې، فرزان کولای شول چې یو شمېر کسان سولې ته راوبولي، نو ځکه دا نشاني شوی و."

د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل د برید په اړه معلومات به تر جنايي څېړونو وروسته د مسؤلینو له‎خوا له خلکو او رسنیو سره شریک شي.

خو وبه کتل شي چې ایا په پېښور کې د پخواني افغان جنرال قونسل عبدالله وحید پویان او د ده د ملګري، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د ستراتیژیکو پلانونو مسؤل احمد فرزان د وژل کېدو په اړه څه نوي معلومات هم په موندل کېږي او که نه؟ او ایا په رېښتیا هم په نوموړي هوټل د برید کوونکو اصلي هدف همدا کسان وو؟

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG