د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

پر انټرکانټیننټال هوټل د وسله‌والو حمله او د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


د نړۍ د چاپي خپرونو پاملرنه یو ځل بیا د کابل د انټرکانټيننټال پر هوټل د روانې اوونۍ برید ته اوښتې ده.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، تر دې برید وروسته تحقیقات پیل شول او د تلفاتو شمېر هم زیات شو.

د ورځپانې په وینا، افغان چارواکي هڅې کوي چې پوه شي چې څرنګه شپږ تنه یاغیان داسې ځای ته ورغلي چې سخت محافظت‌یې کېږي او څرنګه‌یې هلته ۱۵ ساعته له امنیتي ځواکونو سره جګړه کړې؟

د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل د شنبې په شپه برید پيل شو او د یکشنبې تر غرمې یې دوام وکړ.

په دې حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۲۲ تنه ووژل شول.

نیویارک ټایمز لیکي:

له کابل-بلخ خصوصي امنیتي کمپنۍ څخه دقیقې څېړنې پیل شوې دي، دا هغه کمپنۍ ده چې د انتقاد ګوته ورته نیول کېږي او د کانټیننټال امنیت ورسپارل شوی و.

د شنبې په شپه چې کله برید پیلېده، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ غونډه روانه وه.

ورځپاڼې د همدې وزارت د یوه کارکوونکي زمري همدرد خبره اقتباس کړې ده چې وایي، تر برید مخکې په همدې شپه چا د دوی لوازم ونه‌کتل او یوازې یې په لاس تلاشي کړل.

د همدرد په وینا، یوازې په درېيمه پوسته کې د دوی وسایل په لاس تلاشي شول، ځکه چې ساتونکو ورته ویل چې الکترونیکي وسایل یا سکنرونه کار نه‌کوي.

د بشري حقونو د څار ډلې پر کانټيننټال ترسره شوی برید جنګي جرم ګڼلی دی.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي دي چې د دې حملې هدف ملکیان وو.

  • هیومن رايټس واچ

د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په خپرونه کې راغلي دي، هغو کسانو چې د دې برید امر ورکړی، له جنګي قوانینو څخه‌یې سخته سرغړونه کړې ده او د جنګي جرایمو مسؤل پېژندل کېږي.

دغه بنسټ همداراز لیکي، له دې بریده دا ښکاري چې څرنګه د یاغیانو له لوري پر ملکیانو بریدونه په زیاتېدو دي.

  • ډېلي مېل

د بریتانیا چاپ ډېلي مېل ورځپاڼې بیا په انټر کانټیننټال هوټل کې د عیني شاهدانو او د مېلمنو د خبرو په استناد لیکلي دي چې تر برید مخکې هلته امنیتي تدابیر نه‌و.

شاهدانو دې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د دوی د وسایلو تلاشي نه‌ده شوې، سکنرونو کار نه‌کاوه او په لاس هم برسېرنه تلاشي کېده.

ډېلي مېل د عزیز طیب په نوم د یوه مخابراتي شرکت د کارکوونکي خبرې راخیستې دي چې وایي، تر حملې مخکې چې هوټل ته ننوتم، له سکنره تېر نه‌شوم.

د ده په وینا، د سکنر په کوټه کې هېڅ ساتونکی نه‌و.

د ډېلي مېل په مطلب کې دا هم لیکل شوي دي چې له کابل-بلخ امنیتي کمپنۍ څخه اوس ډېرې پوښتنې کېږي، ځکه چې همدغې کمپنۍ د هوټل د امنیت مسؤلیت لاره.

XS
SM
MD
LG