د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

ویس برمک: پر انټرکانټیننټال هوټل برید کوونکي له وړاندې له دې هوټل سره بلد وو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، لومړني تحقیقات ښیي چې په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل برید کوونکي له وړاندې له دې هوټل سره بلد وو.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، تر خپله وسه کار کوي چې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د وسله‎وال برید په اړه تحقیقات ډېر ژر بشپړ شي.

ښاغلی برمک زیاتوي:

"د دې ډلې په اړه چې دلته‌یې عملیات وکړل، تحقیقات ښیي چې هغوی له مخکې هلته بلد وو، حتماً هلته ورغلي وو. د هوټل له فضا سره، دا چې هلته څوک دي او څوک نه‎دي، داسې ښکاري چې معلومات‌یې درلودل، خو بیا هم دا معلومات او راپور لا تر وخت دمخه دی چې سل په سله حکم وکړو چې قضیه ښایي همداسې وي."

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر دغه‌راز زیاته کړه، د هغو راپورونو له مخې چې د دوشنبې تر ماسپښینه پورې ورته رسېدلي، په‎دې پېښه کې ۲۲ تنه وژل شوي چې ۱۴یې بهرني وګړي دي.

برمک: پر انټرکانټیننټال هوټل د برید د قربانیانو شمېر ۲۲ تنو ته رسېدلی

یوه بله پوښتنه چې د کابل د انټرکانټیننټال هوټل د امنیت په اړه مطرح شوې دا ده چې ولې د دغه مهم ځای امنیت د کابل-بلخ په نوم خصوصي امنیتي کمپنۍ ته ورسپارل شوی وو؟

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د ازادي راډیو دې پوښتنې ته داسې ځواب ورکړ:

"څه باندې ۹۰ تنه د پولیسو پرسونل چې د کانټیننټال د امنیت ټینګولو مسؤلیت‌یې درلود او هغه وسایل او امکانات چې د کورنیو چارو وزارت له‎خوا هلته نصب شوي وو، بالاخره له تشکیلاتو اضافه شول او مسؤلیت همدې امنیتي کمپنۍ ته تسلیم شو، خو اوس موږ خپلې ارزونې کوو."

تر دې وړاندې د انټرکانټیننټال هوټل یوه مسؤل محمد جواد ازادي راډیو ته ویلي و چې د دغه هوټل د امنیت مسؤلیت د دې کانټیننټال د مدیره پلاوي په وړاندیز او د ملي امنیت شورا په توافق کابل-بلخ خصوصي شرکت ته ورکړل شوی وو.

اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، تحقیقات کوي چې له وسله‎والو سره د دغه شرکت د غړو د همکارۍ احتمال روښانه شي.

ویس احمد برمک په عین حال کې په‎دې پېښه کې د لاس لرلو په تړاو د دوو کسانو د نیول کېدو خبره هم کوي، خو په‎دې اړه‌یې ډېر جزئیات ورنه‎کړل.

وسله‎والو طالبانو پر دې هوټل د برید مسؤلیت منلی دی.

د افغانستان حکومت، په کابل کې د امریکا سفارت او یوناما دغه برید غندلی او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره‌یې خواخوږي ښودلې ده.

د "م.م" امنیت شورا پر انټرکانټیننټال هوټل برید غندلی

دا په تېرو اوو کلونو کې پر انټرکانټیننټال هوټل دوهم وسله‎وال برید دی.

تر دې وړاندې د کابل سرینا، صافي لنډ مارک او په کابل کې ځیني نور مېلمستونونه د وسله‎والو برید کوونکو له‎خوا په نښه شوي دي.

پر کانټیننټل هوټل وسله واله حمله پای ته ورسېده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

په دې ډول خونړیو بریدونو کې په پرله‎پسې ډول پر حکومت انتقادونه کېږي چې تر تحقیقاتو وروسته حقایق پټوي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک دا ځل ډاډ ورکړ چې تر دوو اوونیو پورې به د دې وروستۍ حملې د تحقیقاتو نتایج له خلکو سره شریک شي.

XS
SM
MD
LG