د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

د انټرکانټیننټال د پېښې د ضد او نقیض معلوماتو په اړه غبرګونونه او انتقادونه


اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د کورنیو چارو وزارت له‌خوا رسنیو ته د ضد او نقیض معلوماتو په ورکولو انتقاد کوي او دا کار په پېښو کې د تلفاتو د پټولو په معنی بولي.

د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل تر حملې وروسته د کورنیو چارو وزارت له‌خوا د تلفاتو په اړه د ضد او نقیض معلوماتو ورکول له رسنیو نه د ملاتړو بنسټونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

معلوماتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون رئیس وايي، د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په تېرو دوو ورځو کې رسنیو ته په خپل وخت دقیق معلومات نه‌دي ورکړل شوي چې دغه کار د حملې په تړاو د خلکو اندېښنې ډېرې کړي او د وزارت چارې یې تر پوښتنې لاندې راوستې دي.

سید اکرام افضلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا کار ممکن له رسنیو د معلوماتو د پټولو په خاطر شوی وي.

معلوماتو ته د لاسرسي د څار د کمېسیون رئیس اکرام افضلي
معلوماتو ته د لاسرسي د څار د کمېسیون رئیس اکرام افضلي

ښاغلي افضلي زیاته کړه:

"له بده مرغه د دغې بدې پېښې اطلاعات او دقیق معلومات په وخت خلکو ته ورنه‌کړل شول، په‌کار وه چې د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته لازم معلومات ورکړي وی، ښايي له دې امله چې دوی تر انتقاد لاندې رانه‌شي، اطلاعات‌يې نه‌ورکول، دا کار د خلکو او رسنیو لپاره د منلو وړ نه‌دی."

وسله‌والو کسانو د یکشنبې په شپه شااوخوا نهه بجې د کابل په انټرکانټیننټال هوټل حمله وکړه، خو د شپې په اوږدو او سهار وختي هم خلکو او رسنیو د دغې پېښې په اړه لازم معلومات نه‌لرل.

بالاخره تر ۱۶ ساعته جګړې او د حمله کوونکو تر وژل کېدو وروسته د یکشنبې په ورځ د مازیګر شااوخوا څلور بجې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

خو وروسته بیا دا شمېرې هم په خپل ځای پاتې نه‌شوې، بلکې رسنیو د ځينو سرچینو په حواله په دغې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۴۳ تنه وښود.

ازادي راډيو چې بیا د کورنیو چارو وزارت سره اړیکه ونیوله، د یاد وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې په پېښه کې د ۱۴ بهرنیو وګړو په شمول، ټول ۱۸ کسان وژل شوي دي.

ښاغلي دانش وویل، په وژل شویو کسانو کې د کام ایر هوايي شرکت ۱۱ کارکوونکي هم شامل دي.

په ورته وخت کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي وايي، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي پېښو پر مهال د خپل ضعف د پټولو له امله هڅه کوي چې د مرګ ژوبلې اندازه کمه وښيي.

د ولسي جرګې غړی داوود کلکاني
د ولسي جرګې غړی داوود کلکاني

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي محمد داوود کلکاني وویل:

"په ډېرو انتحاري او تهاجمي حملو کې د ملکي تلفاتو شمېر ډېر زیات وي او حکومت دا ډول قضيې پټوي او ښايي د تېرې ورځې په پېښه کې هم لسګونه کسان وژل شوي وي. د امنیتي بسټونو او د ملي امنیت د عمومي ریاست دنده دا ده چې د دا ډول پېښو مخه ونیسي، دوی د دې پېښې په وړاندې مسؤل دي."

د رسنیو د ملاتړ د یو شمېر بنسټونو په وینا، کله چې هم په هېواد کې انتحاري حمله یا چاودنه کېږي، امنیتي بنسټونو په ساعتونو ساعتونو اطلاعات د رسنیو په واک کې نه‌ورکوي چې دې کار خبریالان او رسنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي.

له ازادو رسنیو د ملاتړ د بنسټ اجرائيوي رئیس مجیب خلوتګر د دوشنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه یوې خبري غونډې ته وویل چې لا تر اوسه هم رسنۍ په دې نه‌پوهېږي چې په هوټل کې څه پېښ شوي وو او څومره کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، د بهرنیو رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، په دغې پېښه کې یوازې لسګونه بهرني وګړي وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې عیني شاهدان او ځينې رسنۍ اوس هم د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د حملې د تلفاتو بېلابېلې شمېرې بیانوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه ازادي راډيو ته په دغه حملې کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ وښود.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي

د یادو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د تلفاتو د بېلابېلو شمېرو په اړه د انتقادونو په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل:

"هره لحظه شمېرې بدلېدې او موږ هم هڅه کوله چې دا اطلاعات د رسنیو په واک کې ورکړو، په هېڅ صورت شمېرې یا اطلاعات نه‌پټېږي، دقیقاً وروستۍ شمېرې دا دي چې ۱۹ کسان وژل شوي دي."

له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر وايي، که وضعیت دغه‌شان دوام وکړي او د ترورېستي ډلو جنایتونه د خلکو له سترګو پټ وساتل شي، دا به په دغه هېواد کې له ولسواکۍ او ډموکراسۍ سره ستره جفا وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG