د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

پر انټرکانټیننټال هوټل حمله کې د تلفاتو د شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه!


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل د وسله‎والو طالبانو په برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.

دا څرګندونې د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش تېر ماښام ناوخته ازادي راډیو ته وکړې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00
مستقیم لېنک

دانش وویل، یوازې ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

پر انټرکانټیننټال هوټل د دغه برید له پای ته رسېدو وروسته چې شااوخوا ۱۵ ساعته‌یې دوام وکړ، له دې مخکې ښاغلي دانش په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د وژل شویو کسانو شمېر پنځه تنه ښودلی و.

د ښاغلي دانش په وینا ټول برید کوونکي چې شپږ تنه وو، د امنیتي ځواکونو له‎خوا ووژل شول.

روېټرز خبري اژانس د یوه لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي له قوله چې نوم‌یې نه‎دی ښودل شوی، د وژل شویو کسانو شمېر بیا له ۳۰ زیات ښیي.

د راپور له مخې د روغتیا د وزارت ویاند وحید مجروح ویلي چې د ۱۹ کسانو مړي د ښار روغتونونو ته لېږدول شوي چې د شپږو هویت‌یې معلوم شوی چې بهرنیان دي.

د کابل انټر کانټیننټال هوټل
د کابل انټر کانټیننټال هوټل

د کورنيو چارو د وزارت ویاند که څه هم د وژل شویو بهرنیانو د هویت په اړه څه ونه‎ویل، خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې شپږ تنه اتباع‌یې په دغه برید کې وژل شوي دي.

پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» په راپورونو کې د یوه اوکرایني د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې پائولو کلمیکین وویل، په دې اړه‌یې ولسمشر پټرو پروشنکو ته راپور ورکړ او د افغانستان د قانون د تنفیذ له ځواکونو سره د دغې حملې د څرنګوالي په اړه کار کوي چې دا معلومه کړي چې هغه په څه ډول ترسره شوې ده.

د راپورونو له مخې په دغه برید کې اکثره وژل شوي د افغان کام ایر خصوصي هوایي شرکت بهرني کار کوونکي دي.

د روېټرز په وینا د برید پر مهال د دې شرکت شااوخوا ۴۰ پیلوټان او نوره عمله د هوټل دننه وو.

د دې شرکت د لږ تر لږه ۱۰ کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند ښاغلي دانش په وینا د امنیتي ځواکونو په مرسته شااوخوا ۱۶۰ تنه چې ۴۱ یې بهرنیان دي ژغورل شوي دي.

د هوټل دننه په لسګونه بند پاتې شویو له هرې ممکنې لارې د خپل ځان د ژغورلو هڅې کړي، یو هم د نورستان د مخابراتو رئیس محمد موسی دی.

نوموړی چې د حملې پر مهال د هوټل په پنځم پوړ کې و او په تېښته کې یې یوه اوږه او یوه پښه ژوبل شوي، روېټرز ته ویلي چې په څه ډول‌یې ځان وژغوره.

پر کانټیننټل هوټل وسله واله حمله پای ته ورسېده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

نوموړی وايي:

"یوازې وم، له ځان سره مې ویل چې یا سوځېږې او یا ځان بچ که. هر رقم چې کېږي ځان بچ که. کړکۍ مې خلاصه کړه. یوه روجایي مې راواخیسته هغه مې کړکۍ کې وتړله او ځان مې راخوشې کړ. البته وزن به مې زیات و، لاس مې کنټرول نه‎شو کړای، منځ کې مې پرېښوده، لاړم د سمټ ځای ته وروغورځېدم."

موسی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت یو د هغو په لسګونه چارواکو له ډلې څخه دی چې په دې هوټل کې راټول شوي وو او په پام کې وه چې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د دې هوټل امنیتي چارې درې اوونۍ مخکې یوې امنیتي خصوصي کمپنۍ ته سپارل شوې وې او په دې اړه چې برید کوونکي په څه ډول د هوټل داخل ته ننوتي او وسلې او مهمات‌یې له مخکې په هوټل کې ځای پر ځای کړي او که څنګه؟ څېړنه پیل شوې ده.

د ناټو ځواکونو ویاند تورن ټام ګرېسبک په یوه بیان کې ویلي چې د دغې حملې په وړاندې د عملیاتو مشري د افغان ځواکونو په غاړه وه او بهرنیو پوځیانو ته زیان نه‎دی رسېدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن دغه حمله په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې واشنګټن د افغانستان له دولت او د دې هېواد له خلکو سره ولاړ دی او په خپلې دې ژمنې به ټینګ پاتې شي، څو افغانان د خپل هېواد د سولې، امنیت او سوکالۍ اهدافو ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن دغه حمله په کلکه غندلې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن دغه حمله په کلکه غندلې

له دې مخکې په کابل کې د امریکا سفارت، د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما او جمهوري ریاست هم دغه حمله په سختو ټکو غندلې.

له جمهوري ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې په غیر مستقیم ډول پاکستان ته په اشاره ویل شوي چې د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته دا خبره واضح کړې چې تر هغو پورې چې ترهګر په سیمه کې امن ځایونه او ملاتړ ولري، د سیمې خلک به هېڅکله هم سوله امنیت او سوکالۍ ته ونه‌رسېږي.

پاکستان هم دغه حمله غندلې، هغه‌یې یوه وحشیانه ترورېستي حمله بللې او د سخت دریځو په وړاندې مبارزه کې یې د پراخې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ترهګرو په وړاندې مبارزه کې هر اړخیزه همکاري هغه مسئله ده چې افغان او امریکایي چارواکي یې اسلام‎اباد په نه‎کولو تورنوي.

XS
SM
MD
LG