د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

اوکراین وايي انټرکانټیننټال پېښه کې یې ۷ وګړي وژل شوي او ښايي زیات شي


د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې د دغه هېواد اووه وګړي په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل د برید پر مهال وژل شوي دي.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر اندېښنه لري چې په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل په برید کې ښایي د دغه هېواد د وژل شویو وګړو شمېر ډېر شي.

پائولو کلمیکین د دوشنبې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» په ماښام په کیف کې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه خبریالانو ته وویل:

"تر ننه دا تأییدولی شم چې د کابل برید د اوکراین د اوو وګړو ژوند واخیست. له بده‎مرغه اندېښمن یو چې ښایي تلفات ډېر وي. موږ او د اوکراین د قونسلګرۍ مسؤلین له افغان چارواکو سره له نږدې پر دې موضوع کار کوو."

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پائولو کلمیکین
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پائولو کلمیکین

دغه اووه تنه اوکرایني وګړي چې په برید کې وژل شوي د کام ایر هوایي شرکت کارکوونکي او پیلوټان وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۴ وژل شویو بهرنیانو کې اوکرایني وګړي شته چې مړي یې عدلي طب ته وړل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک

نوموړی وايي:

"په ۱۴ کسانو کې هغوی هم شامل دي چې اوس‌مهال تر ارزونې لاندې دي. ټول عدلي طب ته لېږل شوي دي. پر بهرنیو وګړو زموږ ډېر تمرکز پر دې دی چې هویت‌یې تثبیت شي او وپېژندل شي څو موږ وکولای شو د مسؤلو او ډیپلوماتیکو مراجعو له لارې هغوی خپلو هېوادونو ته تسلیم کړو."

په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل تر برید وروسته د کام ایر هوایي شرکت الوتنې وځنډېدې.

تر دې وړاندې د کام ایر مسؤلینو ویلي وو چې د دغه شرکت ۹ تنه کارکوونکي په دې وروستۍ پېښه کې لادرکه دي.

په دې ترڅ کې د «Ukrainian Wings» هوایي شرکت چې له کام ایر هوایي شرکت سره کار کوي، د خپلو الوتنو له ځنډه خبر ورکړ.

د اوکراینین وینګز هوایي شرکت مشر ولادیمیر کاسټینکو چې د کام ایر له شریکانو څخه دی، د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» روېټرز خبري اژانس ته وویل، له افغانستان څخه خپل ټول کارکوونکي ورغواړي.

ولادیمیر کاسټینکو د کام ایر له شریکانو څخه دی.
ولادیمیر کاسټینکو د کام ایر له شریکانو څخه دی.

دی وايي:

"د امنیتي دلایلو له کبله له پرونه او له هغه وخته چې د پېښې په څرنګوالي خبر شو، زموږ الوتنې ځنډېدلې دي. یوه الوتکه به مو افغانستان ته ولاړه شي او بېرته به د کیف په هوایي ډګر کې پاتې شي. زموږ د وګړو امنیت لومړیتوب لري. الوتنې به وځنډول شي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې د شنبې د ماښام په دغه برید کې چې د یکشنبې تر غرمې یې دوام وکړ، ۱۴ بهرنیان ووژل شول چې په هغو کې نهه تنه د اوکراین، یو د قزاقستان او یو د یونان وګړی شامل دي.

اوس‎مهال په کابل کې عدلي طب د درېیو نورو بهرنیو اتباعو پر مړو تحقیقات کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG