د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

نيويارک ټایمز ورځپاڼې د انټرکانټیننټال هوټل خونړۍ حملې ته کتلي


  • نیویارک ټایمز

نيويارک ټایمز ورځپاڼې د انټرکانټیننټال هوټل خونړۍ حملې ته کتلي دي.

د دې ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې د کام ایر هوايي شرکت پروازونه د يکشنبې په ورځ لغوه شول او د دې شرکت یوه چارواکي ويلي چې د دې شرکت په پروازونو کې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې ځنډ راشي.

چارواکو په دې پېښه کې د دې شرکت د شپږو اوکرایني کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو پر خپله فېس‌بوک پاڼه په یوه پيغام کې ليکي چې د دې پېښې له خبر سره‌يې ټکان خوړلی دی.

پروشنکو ويلي چې د حکومت چارواکو ته‌يې ويلي چې د دې پېښې له قربانيانو سره مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت په وينا پر انټرکانټیننټال هوټل د وسله‌والو په حمله کې تېره شپه ۱۹ کسان وژل شوي او نهه کسان ټپيان شوي دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د سړکونو او لويو لارو په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي چې د سالنګ لاره کابل د افغانستان له شمال سره نښلوي.

مقاله لیکي چې حتی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دغه لاره سمه نه‌ده.

د مقالې په وينا له ۲۰۰۱ میلادي کال راهيسې میلياردونه ډالر افغانستان ته د مرستې په نوم راغلي، خو هغه لويې لارې چې د افغانستان اقتصاد ته مهمې دي تر اوسه په بد وضعيت کې دي.

سالنګ تونل په ۱۹۶۴ میلادي کال کې د شوروي اتحاد انجنیرانو جوړ کړی وو او هغه مهال د انجنیرۍ له معجزو بلل کېده، خو هغه سړک چې له دې تونله تېرېږي، خراب شوی دی ځکه د بيارغونې کار نه‌دی ورباندې شوی.

دا تونل د ورځې له زرو څخه تر دوو زرو موټرو لپاره جوړ شوی وو، خو اوس د ورځې تر ۱۰ زرو پورې موټر هم پرې تېرېږي.

مقاله يادونه کوي چې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د نړيوال بانک په مرسته د سالنګ لارې د بيارغونې هڅې وشوې، خو يو کال وروسته پوخ سرک سېل يووړ.

مقاله يادونه کوي چې که څه هم په وروستيو کلونو کې پر دې لاره د يو میليارد ډالرو په ارزښت توکي تېر شوي دي چې د افغانستان د اقتصادي سوداګرۍ تر نيمايي زياته برخه جوړوي.

دوه کاله مخکې نړیوال بانک د ۲۵۰ میليونه ډالرو په لګښت د سالنګ شااوخوا سړکونو د بيارغونې پروژه اعلان کړه، خو مقالې د دغه بانک د استازي چې نوم‌یې نه‌دی ياد شوی او د فوايد عامې وزارت د مرستيال وزير عبدالرحمان صلاحي له قوله ليکلي چې دوی پخوانیو تجربو ته په کتو پرېکړه کړې چې قراردادونه پر کوچنیو برخو ووېشي.

خو مقالې په دې برخه کې اداري فساد ته په اشاره د افغانستان د څېړونکو شبکې د یوه څېړونکي قيوم سروش له قوله لیکلي چې وايي، په افغانستان کې هر څوک پوهېږي چې د سړکونو جوړولو کاروبار تر ټولو ګټور دی.

مقاله لیکي چې که هر څه د نړيوال بانک او فوايد عامې وزارت له پلان سره سم پر مخ لاړ شي، دا سړک به تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې بشپړ پوخ شي.

XS
SM
MD
LG