د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د کانټیننټال هوټل او امنیتي شرکت له ځیني کارکوونکو څېړنې کېږي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل-بلخ امنیتي شرکت یو شمېر کارکوونکي چې د انټرکانټیننټال د امنیت چارې يې سمبالولې، د پوښتنو لپاره امنیتي ارګانونو او ملي امنیت ریاست ته وړل شوي دي.

د دې وزارت د ترورېزم په وړاندې د مبارزې رئیس نجیب امان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۰۲» ازادي راډيو ته وویل چې د وړل شویو کسانو په ډله کې د هوټل یو شمېر کارکوونکي هم شامل دي.

ښاغلي امان زیاته کړه:

"د پلټنو په هدف له دوه اړخونو کار پیل شوی، په دې برخه کې زموږ اداره او ملي امنیت ریاست یو لړ ښې لاس ته راوړنې لري. موږ نیول شوي کسان په لومړي پړاو کې د تورنو کسانو په نامه نه، بلکې د هغو کسانو په نامه چې وکولای شي له موږ سره د پلټنو د یو لوري په توګه مرسته وکړي، د معلوماتو او څېړنو لپاره وړل شوي دي."

د کابل-بلخ د امنیتي شرکت رئیس سید رحیمي په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

په دې ډله‌ییزه حمله کې چې یوه شپه وړاندې ترسره شوه، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خبره د ۱۴ بهرنیو اتباعو په ګډون په‌کې ۱۹ تنه ووژل شول او ۹ نور ټپيان شول.

په انټرکانټیننټال هوټل دا حمله په داسې حال کې ترسره کېږي چې درې اوونۍ وړاندې د یاد هوټل امنیتي مسؤلیت د کابل-بلخ په نوم یوه شخصي امنیتي شرکت ته سپارل شوی و.

د کابل کارنېزیون قوماندان افضل امان تېره ورځ ازادي راډيو ته ویلي چې امنیتي شخصي شرکت ته د یاد هوټل د امنیت د سپارلو په برخه کې دوی ته خبر نه‌و ورکړل شوی.

د کورنیو چارو په وزارت کې یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌يې ښکاره شي، د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د یاد هوټل د ساتنې امنیتي تړون د کابل-بلخ شخصي امنیتي شرکت ته د تدارکاتو د ادارې له لوري ورکړل شوی او کورنیو چارو وزارت په دې تړون کې هېڅ ډول نقش نه‌درلود.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رئیس وايي، د ناغېړۍ له امله باید د کابل-بلخ امنیتي شرکت فعالیتونه ودرول شي.

د دغه کمېسیون رئیس میرداد نجرابي د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"له شرکته باید څېړنې وشي او جواز ورنه واخیستل شي، له چارواکو یې پوښتنې وشي، هغه کسان چې له دغه شرکت سره‌یې تړون لاسلیک کړی او هغه کسان چې مشوره‌یې ورکړې چې د هوټل امنیت دې له امنیتي ځواکونو واخیستل شي او خصوصي شرکت ته دې ورکړل شي، باید ورنه څېړنې او پلټنې وشي."

د انټرکانټیننټال هوټل مسؤل محمد جواد ازادي راډیو ته وویل، د هوټل د امنیت مسؤلیت د دغه هوټل د مدیره پلاوي په وړاندیز او د ملي امنیت شورا په توافق خصوصي شرکت ته سپارل شوی و.

د نوموړي په وینا، د مالیې او ټرانسپورت وزیران، د اریانا افغان هوايي شرکت، افغان ملي بیمې شرکت او پښتني بانک رئیسان د دغه هوټل په مدیره پلاوي کې راځي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG