د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۴

امریکا د کابل پر انټرکانټیننټال هوتل کې د خپلو ۳ اتباعو وژل تأییدوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کابل پر انټرکانټیننټال هوتل د وسله‌والو په حمله کې، د خپلو درې اتباعو وژل تأییدوي او د افغانستان د کورنیو چارو وزات وايي، په دغه هوټل کې د درې وژل شویو جسدونه چې تر ډېره حده سوځېدلي، لاهم پېژندل شوي نه‌دي.

د کورنیو چارو وزارت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې رئیس نجیب امان نن چهارشنبه ازادي رادیو ته وویل، د دغو جسدونو د پېژندنې لپاره‌یې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو له ائتلاف څخه مرسته غوښتې ده.

د ښاغلي امان د معلوماتو له مخې، د انټرکانټیننټال په پېښه کې د ثریا زابلي په نامه یوه افغاني‌الاصله امریکايي تبعه وژل شوې ده.

د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د جدي په ۳۰مه وسله‌والو مخالفینو حمله وکړه چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴ بهرنیو په ګډون په‌کې ۲۲ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG