د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

پر سېف دې چلډرن مؤسسې د برید په اړه نړېوالې تبصرې


د نړۍ مهمو ورځپاڼو په ننګرهار کې د کوچنيانو لپاره پر یوه غير دولتي مؤسسه چې مرکز يې په بریتانيا کې دی، حملې ته کتلي دي.

  • نیویارک ټایمز

امریکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز لیکلي، د ننګرهار په هغه ځای کې چې حمله وشوه، دوه ښوونځي وو او د سويډن د کمېټې په ګاونډ کې د کوچنيانو د ملاتړ مؤسسه وه.

ورځپاڼې لیکلي چې د سويډن کمېټې دفتر له دغه ځايه ځکه کډه شوې چې د داسې حملو په اړه يې اندېښنه درلوده.

د چهارشنبې د ورځې له حملې وروسته، د کوچنيانو د ملاتړ ادارې يا سېف دې چلډرن اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپل فعالیت بندوي.

نيويارک ټايمز په کابل کې د بریتانيا د سفیر نيکولاس‎کې له قوله ليکلي:

پر کوچنيانو او د هغوی لپاره پر خيريه ادارو هر ډول حمله د بشريت پر وړاندې جرم دی.

د ورځپاڼې په وينا، په افغانستان کې له يوې مودې راهيسې پرله‎پسې حملې او تاوتريخوالی دوام لري چې له تر ټولو خونړۍ يې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل ډله‎ییزه حمله وه. په دې حمله کې ۲۲ کسان ووژل شول چې په‎کې ۱۴ بهرنيان شامل وو.

  • ګارډین

بریتانيايي ورځپاڼې ګارډين هم د جلال‎اباد د حملو په اړه لیکلي، په هغه ځای کې چې د سېف دې چلډرن دفتر دی، يو شمېر نورې مؤسسې هم دفترونه لري.

د ګارډين ورځپاڼې په وينا، په دې ځای کې د نورو غير دولتي دفترونو او مؤسسو شتون دا احتمال مطرح کوي چې ښايي د دغو حمله کوونکو اصلي هدف په ننګرهار کې د کوچنيانو د ملاتړ اداره نه‎وه. خو اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش د دې حملې مسؤليت منلی دی.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې هم لیکلي چې د چهارشنبې د ورځې حمله چې په جلال‎اباد ښار کې د کوچنيانو د ملاتړ پر دفتر وشوه، په افغانستان کې د خونړيو حملو څخه يوه ده.

د ورځپاڼې په وينا، دې مؤسسې له ۴۲ کلونو راهيسې په افغانستان کې فعاليت کاوه، خو اوس په دغه هېواد کې خپل دفترونه تړي.

ډېلي مېل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر څرګندونې هم نقل قول کړي چې وايي، پر ملکيانو او خيريه مؤسسو هر ډول حملې د بشري حقونو له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او حتی د جنګي جرايمو په توګه پېژندل کېدای شي.

XS
SM
MD
LG