د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

افغانستان او پاکستان د دولتونو په کچه خبرې کوي


د افغانستان د حکومت دا غوښتنه پرځای کېږي چې له پاکستان سره د دولت په کچه خبرې وکړي.

ولسمشر اشرف غني په دې اړه د پاکستان صدراعظم ته بلنه وکړې ده چې کابل ته راشي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست وایي، پاکستان تر سختو فشارونو لاندې دی، نو هیله مند دی چې دغه خبرې به مثبته نتیجه ورکړي.

افغان ولسمشر د شنبې په ورځ په ارګ کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه سره د خبرو پر مهال، د پاکستان صدراعظم ته بلنه ورکړه چې کابل ته د خبرو لپاره راشي.

کابل ته د شاهد خاقان عباسي د سفر په اړه د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وویل چې بلنه ورکړل شوې، اوس د اسلام اباد پرېکړې ته انتظار یوو.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

د دواړو هېوادو د دولتونو په سطحه د خبرو د اجنډا په اړه ښاغلي مرتضوي ازادي راډيو ته وویل:

"د بحث مهمه موضوع له ترورېزم سره مبارزه ده، همداراز په افغانستان او سیمه کې د سولې هڅې دي، اوس د سیمه ییزې همکارۍ مسئله هم د ټاپي له پروژې سره چې عملي کارونه یې په افغانستان کې پیل شوي، مهمه ده."

ټاپي پروژه ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې، پاکستان او بیا هند ته انتقال کړي.

شاه حسین مرتضوي وايي چې شرایط بدل شوي او د افغانستان او پاکستان د دولتونو تر منځ خبرو ته هیلې شته.

د افغانستان چارواکو پخوا د پاکستان پوځي چارواکي له طالبانو سره په همکارۍ تورنول، که چېرته داسې وي نو د اسلام اباد له ملکي مقاماتو سره خبرې ګټه کوي؟

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپی وایي، داسې ښکاري چې پاکستاني پوځیانو د نړیوالو فشارونو له امله واک ملکي ادارې ته سپارلی دی.

د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپی
د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپی

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې له نوازشریف وروسته چې په پاکستان کې دا ملکي اداره منځته راغلې، دوی د پوځیانو په مرسته خپلې وروستۍ هڅې وکړې، خو دا وروستي فشارونه چې پر پاکستان هم د ملګرو ملتونو، هم د امریکا او هم د اروپایي ټولنې دي، داسې ښکاري چې پوځیان یې دې ته متقاعد کړي چې ملکي حکومت ته بهرنی سیاست وروسپاري، کنه پاکستان ډېرې ګټې له لاسه ورکوي او حتی موجودیت ته یې هم ګواښ متوجه دی."

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوي پرون شنبه د افغانستان له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره تر کتو د خپل یو ورځني سفر په پای کې وویل چې طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې د وړاندیز کلک ملاتړ کوي او هېواد یې په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

اشرف غني د فبرورۍ په ۲۸ طالبانو ته له شرایطو پرته د سولې وړاندیز وکړ، خو په خپله طالبانو تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG