د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

د سولې شورا: طالبانو ته د ځینو سیمو سپارل د سولې په طرحه کې شامل نه‌دی


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، طالبانو سره د سولې طرحه همغه ده، کومه چې په دې وروستیو کې د ولسمشر غني له‌خوا دوی ته وړاندیز شوه.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو ته د سولې د سیمو په نوم د ځینو ځایونو سپارل په دغې طرحه کې نه‌دی شامل.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"په دې اړه هېڅ بحث نه‌شته چې ځينې سیمې یا ځيني ولایتونه د امن ځایونو په نوم طالبانو ته وسپارل شي، د افغان ملت غږ همغه اووه مادې دي چې د ولسمشر له‌خوا وړاندې شوې."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني شااوخوا درې اوونۍ مخکې د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې وویل چې له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرو ته حاضر دی.

د ښاغلي غني په خبره، که طالبان سولې ته حاضر شي، حکومت چمتو دی چې دغه ډله د یوه سیاسي اړخ په توګه ومني.

ښاغلي غني دغه‌شان وویل چې طالبان باید حکومت په رسمیت وپېژني او له سولې سره د یوځای کېدو په صورت کې به د دوی امنیت خوندي وي.

خو ښاغلي غني په دې اړه چې ګوندې یو شمېر ځایونه به د امن د سیمو په نوم طالبانو ته وسپارل شي، څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ډله دوی ته په دې نوم د ځینو ولایتونو د سپارلو له طرحې سره مخالفه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا طرحه د افغانستان د وېش په معنی ده.

د راپورونو له مخې، مخکې تر دې دا شان یوه طرحه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له‌خوا مطرح شوې وه.

د حزب اسلامي د رسنیز ټیم یو غړی فضل غني حقمل په دې اړه وايي، ښاغلي حکمتیار مخکې تر دې حکومت ته وړاندیز کړی و چې یوه سیمه دې د غیر جنګي سیمې په توګه اعلان او ملکي مسؤلین دې د دواړو خواوو په مشوره وتاکل شي.

د ښاغلي حقمل په خبره، دا طرحه داسې وه چې طالبان او کورنۍ به‌یې دغې سیمې ته راشي او بیا به په کابل کې د سولې د خبرو لپاره ځان ته دفتر پرانیزي.

دی وایي:

"دا په دې معنی نه‌ده چې طالبانو ته دې امتیاز ورکړل شي او یا هم خدای مه‌کړه افغانستان ووېشي، دا د بحران د هواري لپاره یوازنۍ معقوله او اسانه لار ده چې د حزب اسلامي د مشر له‌خوا وړاندیز شوې ده."

نوموړی وايي چې دا طرحه په رسمي ډول دولت ته نه‌ده سپارل شوې.

ښاغلی حقمل له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG