د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

صدیقي: له پاکستان سره دې په خبرو کې د نرمښت ترڅنګ جدیت ته هم پاملرنه وشي


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، له پاکستان سره د خبرو تر څنګ د هغه هېواد پر وړاندې جدیت هم باید له پامه ونه غورځول شي.

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، پاکستان او افغانستان تر اوږدو ترینګلو اړیکو او پر اسلام اباد تر سختو فشارونو وروسته، د دولتونو تر منځ د خبرو پړاو ته نېږدې شوي دي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي نن یکشنبه «د ۱۳۹۶ کال د کب په ۲۷ مه» ازادي راډيو ته وویل، د پاکستان صدراعظم ته په مهم وخت کې د خبرو اترو بلنه ورکړل شوې او ښايي هغه هېواد ځکه دې خبرو ته زړه ښه کړي چې پاکستان له کورنیو ستونزو او نړیوالو فشارونو سره مخ دی.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

نوموړي وویل:

"په ټوله کې کله ترخې خبرې او انتقادونه مهم دي، بالاخره همدغې څه دوی دې ته اړ کړل چې کابل ته بیا بیا راشي او له همکاریو ووايي، حکومت چې تر اوسه یي له جدیته کار واخیست، اوس ښه ده چې له نرمښته هم کار واخلي، خو د دغه نرمښت تر څنګ باید زموږ جدیت هم تل موجود وي."

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ د دولت په دولت مذاکراتو د پیل لپاره د پاکستان صدراعظم ته د کابل د سفر رسمي بلنه ورکړه.

ښاغلي غني تل ویلي چې د افغانستان سوله او ثبات له دوو لارو ترلاسه کېدلی ش چې له وسله والو مخالفینو او له پاکستان سره د دولت په دولت خبرې.

نوموړي شااوخوا دوه اوونۍ مخکې وسله والو طالبانو او پاکستان دواړو ته د خبرو وړاندیز وکړ.

خو دا چې پاکستان د ولسمشر محمد اشرف غني بلنې ته څه ځواب ورکوي که نه، هغه هېواد تر اوسه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې افغان چارواکو د پرله پسې بلنو سره سره پاکستان ته له سفره ډډه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ازادي راډیو ته ویلي چې دوی به ډېر ژر په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

له دې سره د افغانستان په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو تر منځ د دواړو هېوادونو د پلاوو د تګ راتګ په اړه وېشلي نظرونه موجود دي.

د دغې جرګې دوه غړي محمد اکبر ستانکزی او نادرشاه بحر وایي:

"پاکستان په تېرو ۱۴ کلونو کې ډېرې زیاتې ژمنې کړي او خپل باور یې له لاسه ورکړی دی، ځکه پاکستان کله هم وفادار نه دی پاتې شوی."

"د ګاونډیو هېوادونو تر منځ باید تګ راتګ موجود وي، تر څو ستونزې حل شي، خو تېرو سفرونو ته په کتو، دغو سفرونو عملي نتیجه نه ده ورکړي، ولې دا ځل باید نتیجه په عمل کې ولیدل شي."

د نړیوالو چارو کارپوه عبدالروف جرأت وايي، لکه څنګه چې له طالبانو سره د خبرو د وړاندیز هر کلی په نړیواله کچه شوی، له پاکستان سره هم د خبرو په اړه د ورته هرکلي پېشبیني کېدلای شي.

دی وايي، د نه همکارۍ په صورت کې ممکن پاکستان له سختو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG