د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

ملي ارمان: طالبان سولې ته تمایل لري


د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو کابل ته د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس د سفر او د سولې په اړه د ده د څرګندونو په باره کې تبصرې او مقالې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان خپلواکه ورځپاڼه طالبان سولې ته تمایل لري، تر عنوان لاندې په خپل یو مطلب کې لیکي:

د امریکا دا لوړ رتبه چارواکي کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چې د افغانستان بریالیتوب ته هیله‌مند یو، خو دا بریالیتوب به پوځي نه، بلکې له طالبانو سره به سوله کول وي.

ورځپاڼه د ښاغلي مټېس له قوله لیکي، هغه طالبان چې په تېرو ۱۶ کلونو کې له جنګه ستړي شوي، باید له نورو جلا شي او موږ پوهېږو چې دوی سولې ته علاقه‌مندي لري.

ورځپاڼې د مطلب په دوام لیکلي چې افغان ولسمشر له ښاغلي مټېس سره په کتنه کې وویل چې د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اعلان شوې ستراتېژۍ له مخې موږ له طالبانو سره جوړ جاړی کوو.

په مطلب کې همداراز د ښاغلي مټېس له قوله لیکل شوي چې د امریکا هدف د وسله‎والو طالبانو د کمزوري کولو لپاره د افغان ځواکونو پیاوړتیا ده.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه لیکلي چې ښاغلي مټېس خبریالانو ته ویلي، نښې نېښانې موجودې دي چې یو شمېر طالبان د سولې غوښتونکي دي.

ورځپاڼې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په حواله لیکلي چې سوله، له پاکستان سره دولت په دولت خبرې اترې، د ترورېزم په وړاندې مبارزه، د مخدره موادو مخنیوی او د امنیت ټینګښت د افغان ولسمشر او ښاغلي مټېس د خبرو مهم ټکي وو.

  • ویسا

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ لیکل شوي چې د طالبانو یو شمېر غړو د سولې د خبرو اترو لپاره خپله علاقه‌مندي ښودلې ده.

د مطلب په دوام د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکل شوي چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژۍ اجازه ورکړه، ترڅو طالبانو ته د سولې ښکاره وړاندیزونه وکړي.

ورځپاڼې د جمهوري ریاست په حواله وړاندې لیکلي چې افغان ولسمشر د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې په اړه د امریکا د دفاع له وزیر سره خبرې اترې کړې دي.

خو ورځپاڼې د کارپوهانو له قوله د امریکا نوې ستراتېژي د افغانستان نه، بلکې د امریکا په خیر او ګټه بللې او لیکلي یې دي چې د دې ستراتېژۍ په عملي کېدو سره په افغانستان کې جګړه لاپسې اوږدېږي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي چې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتېژۍ سیمه کې تغییر راوستی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې افغان ولسمشر غني په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې د امریکا د مرستو قدرداني کړې او ویلي دي چې د امریکا نوې ستراتېژۍ زمینه برابره کړه چې د سولې پر پروسه زیات تمرکز وشي.

XS
SM
MD
LG