د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

سناتور کینګ: ایا پاکستان اوس هم په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي؟


د کابل ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان حکومت د سولې له طرحې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ملاتړ او افغان پولې ته څېرمه د چین د پوځي حضور پر زیاتیدو بحثونه کړي دي.

ملي ارمان:

ملي آرمان ورځپاڼې لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې پر ورځ په خپل یو بیان کې له طالبانو غوښتي دي چې له کوم ځنډ پرته دې د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت طرحه ومني.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د امنیت شورا په بیان کې د افغان حکومت د سولې د هڅو د ملاتړ ترڅنګ ټینګار کړی دی چې د کابل پروسې دوهمه غونډه باید په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو سبب شي.

خو ورځپاڼه لیکي چې له دې ټولو غوښتنو سره سره طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او پاکستان د ترهګرو د ملاتړ نه لاس نه اخلي، نو پکار ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر پاکستان او ترهګرو د لا زیاتو فشارونو لپاره دې اقدام وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې پر پاکستان د فشارونو زیاتول او د اقتصادي بندیزونو لګول به دغه هېواد مجبور کړي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شي او طالبان اړ باسي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د یو جګپوړي امریکايي قوماندان په حواله لیکلي دي چې د نوي ستراتیژۍ له اعلان او پر اسلام اباد د فشارونو له زیاتولو سره سره پاکستان لا هم له طالبانو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه د ځینو راپورونو په استناد لیکي چې د امریکا د سنا د مجلس د پوځي خدماتو په کمېټه کې له ترهګرو ډلو نه د پاکستان د ملاتړ په اړه ځینې پوښتنې وشوې.

ورځپاڼه لیکي چې سناتور کینګ پوښتنه دا وه چې ایا پاکستان اوس هم په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي؟ او ایا د امریکا نوې ستراتیژي نه ده توانېدلی، چې پاکستان مجبور کړي، څو د افغانستان په اړه په خپلو کړنو کې بدلون راولي؟

ورځپاڼه لیکي چې دغو پوښتنو ته د جنرال جوزف ووتل ځواب دا وو چې لا هم په پاکستان کې د طالبانو پناه ځایونه موجود دي او پاکستان لا هم له طالبانو ملاتړ کوي، خو موږ هڅه کوو چې د افغانستان په اړه د پاکستان په چلند کې بدلون راولو.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي، سره له دي چې په کور دننه او بهر په نړیواله کچه د افغان حکومت د سولې د طرحې تود هرکلی او ملاتړ شوی دی، خو طالبانو نه یوازې دا چې دې طرحې ته کوم ځواب نه دی ورکړی، بلکې پر دې جګړې او ترهګریزو حملو ته یې زور ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې که له یوې خوا په نړیواله کچه له طالبانو د سولې خبرو ته د حاضریدو غوښتنه کېږی، خو ورسره دا خبرداری هم ورکول کېږي چې که طالبان له دې فرصت نه کار وانخلي، نو و به ځپل شي.

ورځپاڼې وړاندې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د قوماندان وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې جنرال جان نېکلسن طالبانو ته خبرداری ورکړ، که سوله ونه کړي، نو د دوی پر ضد به هوایي او ځمکني عملیات لا شدید شي.

د کابل ځینو ورځپاڼو د دې ترڅنګ له افغانستان سره پولې ته څېرمه د چین د پوځي حضور د زیاتېدو په اړه هم لیکنې کړي دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د بحران د نړیوالۍ ډلې د یو راپور په استناد لیکلي دي چې چین له افغانستان سره پولې ته څېرمه خپل پوځي حضور زیات کړی دی او د تاجکستان په یوه سیمه کې یې چې له افغانستان او چین سره ګډه پوله لري، خپل سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې چین هڅه کوي، د افغانستان له خاورې د چین په لوېدیځو سیمو کې د ایغور جنګیالیو د حملو مخنیوی وکړي.

د ورځپاڼې په وینا بیجنګ د کراتو د ایغور ویره اچوونکو په اړه چې د چین په لوېدیځ کې یې خپلې سیمې پریښي دي او د ختیځ ترکستان د حزب اسلامي په څیر له افراطي ډلو سره یوځای شوي دي، خبرداری ورکړی دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې هم لیکلي دي چې چین هڅه کوي چې د تاجکستان په سرحدي سیمه کې د خپلو سرتېرو د ځای پر ځای کولو سره د چین په لوېدیځو سیمو کې ایغور اورپکو د حملو مخنیوی وکړي چې په سوریه او افغانستان کې مرکزونه لري او له القاعده او طالبانو سره اړیکې لري.

ورځپاڼه لیکي چې چین د سرتېرو د ځای پر ځای کولو ترڅنګ له ترهګرو سره د مبارزی له پاره په سیمه کې یو مرکز هم جوړ کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د چین لخوا دا اقدام داسی مهال کیږي چې له دې مخکې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د افغانستان په شمال کې د افراطي ډلو پر ضد د تاجکستان او چین پولو ته څېرمه هوایي حملې پیل کړې چې تر ډېره یې هدف د افغانستان ګاونډیانو ته ډاډ ورکول وو.

XS
SM
MD
LG