د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

دانش: انټرکانټېننټال سیالۍ زموږ د کرکټ د پرمختګ لپاره حیاتي رول لري


د افغانستان د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش د ازادي راډیو له خبریال یوسف خان ځدراڼ سره د مرکې پرمهال.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش د ازادي راډیو له خبریال یوسف خان ځدراڼ سره د مرکې پرمهال.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په یوه ورځنۍ او شل اوریزو سیالیو کې د بشپړ حضور څخه وروسته د څلور ورځنیو یا ټیسټ لوبو د امتیاز اخیستلو لپاره تابیا نیولې ده.

د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې ملي لوبډله د جون په میاشت کې د انټرکانټېننټال سیالۍ پیلوي او هیله لري چې سیالۍ یې په بریا پیل شي.

د دې ادارې عمومي رییس نسیم الله دانش د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل؛ په هېواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره په کار ده چې ملي لوبډله د څلور ورځنیو لوبو امتیاز واخلي او د دغه کار لپاره د لوبو ګټل خورا مهم دي:

"دا ځل د انټرکانېټننټال سیالۍ زموږ د کرکټ د پرمختګ لپاره حیاتي رول لري؛ د دې لوبو پای لوبه په ۲۰۱۷ کال کې کیږي؛ که فاینل هر چا وګاټه هغه به ټیسټ امتیاز اخلي؛ نو نن سبا زموږ لپاره زیاتې مهمې لوبې همدا دي؛ لکه پخوا چې زموږ لپاره ډویژنونو کې لوبېدل مهم وو؛ اوس دا سیالۍ زموږ د کرکټ د بقا لپاره مهمې دي."

نوموړی وایي د لویو وچو په سیالیو کې به افغان لوبډله لومړی لوبه د جون د میاشتې په دویمه نېټه له سکاټلنډ سره وکړي.

د بورډ د چارواکو په خبره افغان ملي ټیم له څو ورځو راهیسې دې لوبې ته د چمتوالي په خاطر په ننګرهار کې تمرینات او سیالۍ کړي او د پنځلسو نورو ورځو لپاره به افغان لوبغاړي په انګلستان کې خپل تمرینونه وکړي.

د کرکټ د ملي ټیم کپټان اصغر ستانکزي په ننګرهار کې له تمریناتي کمپ نه ازادي راډيو ته وویل چې د سکاټلنډ د سفر لپاره ټولو لوبغاړو ښه تمرینات کړي او ورته تیار دي.

"راتلونکی سفر به انشاءالله ډير ښه وي؛ ټول هلکان په ځانونو باور لري او خوشحاله دي؛ پخوا به که څلور ورځنۍ سیالۍ وې؛ موږ به د هېواد د ننه داسې تمرینات نه درلوده؛ اوس لومړی ځل دی چې دا ډول سیالیو ته د هېواد د ننه تمرینات او په خپلو منځو کې میچونه کوو."

د لویو وچو سیالۍ به دوه کاله دوام وکړي او په کې افغانستان، آیرلېنډ، سکاټلنډ، متحده عربي امارات، هانکانګ، پاپوا نیوګیني او نیمبیا یو له بل سره لوبې کوي.

افغانستان یو وار په ۲۰۱۰ کال کې د دې لوبو اتلولي ګټلي؛ خو په ۲۰۱۴ کال کې یې د آیرلینډ پر وړاندې د لوبې په بایللو سره دویم مقام خپل کړ.

د کرکټ نړیواله شورا وایي؛ دا سیالۍ چې پخوا تر ډيره د مادي امتیازاتو او تمریناتو لپاره کیدلې؛ دا ځل به اتل ټیم نه یوازې دا ګټې حاصلې کړي؛ بلکې د ټیسټ سیالیو امتیاز هم خپلوي چې اوس یې یوازې د نړۍ لومړی درجه لس ټیمونه لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG