د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

کورنیو چارو وزارت: د کابل وزیر اکبر خان سیمه کې انتحاري حملې ۴ تنه وژلي


په وزیر اکبر خان کې چاودنې ۳ تنه وژلي ۱۵ ټپيان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د وزیر اکبر خان په سیمه کې په نننۍ سې شنبې « ۱۳۹۶کال لړم ۰۹»انتحاري حمله کې څلور تنه وژل شوي او ۱۳نور ټپيان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لومړنیو راپورنو له مخې انتحاري حمله د لسمې امنیتي حوزې اړوند د وزیراکبر خان په سیمه کې شوې ده.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې دغه حمله د سې شنبې په مازدیګر شوې چې څلور تنه په کې وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه نن مازدیګر څلور بجې او ۱۵ دقیقې یوه انتحار کوونکي چې ویل کېږي یو تنکی ځوان و د لسمې امنیتي حوزې اړوند د وزیر اکبر خان په سیمه کې انتحاري حمله کړې ده، هغه راپورونه چې موږ یې لرو څلور تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي."

دا حمله داسې مهال کېږي چې د روان لمریز کال د جوزا په میاشت کې د کابل په زنبق څلور لارې کې له یوې خونړۍ حملې وروسته په وزیراکبر خان چې یوه ډيپلوماټیکه اوخوندي سیمه بلل کېږي امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

داعش پورې اړوند اعماق خبري اژانس د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

د نننۍ انتحاري حملې د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل د سې شنبې د ورځې له انتحاري حملې درې تنه مړي او ۲۰ ټپيان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

په ورته وخت کې د پېښې عیني شاهدان په سیمه کې خبریالانو ته په دې اړه داسې معلومات ورکړل.

د دغې پېښې عیني شاهد حمید وايي

" زما د کور په ۱۰۰ متري کې چاودنه وشوه،کله چې له کوره راووتم څلور تنه په سړک کې پراته و یو موټر سایکل سپور هم ټپي و امبولانس راغی ټپيان یې ووړل."

دا انتحاري حمله د کابل د وزیراکبرخان په څوارلسم سړک کې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د دفاع وزارت په وینا پېښه د دغه وزارت د نړیوالو اړیکو ریاست ودانۍ ته نږدې شوې ده.

پخواني معلومات

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل ښار د وزیر اکبر په سیمه کې نن سې شنبې چاودنې دری ته وژلي او ۱۵ تنه یې ټپیان کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي سلاکار محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې یوه مېرمن هم شامل ده چې د کابل امبولانس له لارې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

په وزیر اکبر خان کې چاودنې ۳ تنه وژلي ۱۵ ټپيان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

پر همدې مهال د افغانستان د فاع وزارت رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي چې نن سې شنبې څلور بجې په یاده سیمه کې د دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو دفتر ته څېرمه انتحاري حمله شوې ده.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه حمله کې د دوی کسانو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

تر دا مهاله د انتحاري حملې کره هدف نه دی معلوم.

تر دا مهاله د چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال ده چې د تېرې تلې میاشتې پر ۲۸مه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې پر یوه جومات انتحاري حمله کې د چارواکو د معلوماتو په اساس ۵۶ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

کورنیو چارو وزارت: په کابل کې پر«امام زمان» جومات حمله کې ۳۹ تنه وژل شوي

او تر هغه وړاندې وزیر اکبر خان ته څېرمه په زنبق څلور لارې کې موټر بم حملې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل.

وزیر محمد اکبر خان سیمه د کابل ښار د لسمي امنیتي حوزې اړوند د کابل ښار یوه تر ټولو ډیپلوماټیکه سیمه ده چې تر ډېره پکې سفارتونه، ډیپلوماټيکې څانګې او یو شمېر نورې کورنۍ او بهرنۍ موسسې موقعیت لري.

مجروح: د کابل موټربم چاودنه کې ۸۰ تنه وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

پخواني معلومات

د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند وزیر اکبرخان په سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د محافظتي مرستیال حق نواز حقیار ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه د وزیر خان پر څوارلسم سړک رامنځته شوې ده.

له سیمې نه د ازادي راډیو خبریال وايي چې چاودنه د وزیر اکبر د جومات وشاته پر څوارلسم سړک رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې تر دامهاله د چاودنې مرګ ژوبله نه ده معلومه.

XS
SM
MD
LG