د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

د کورنیو چارو وزارت: کابل ښار کې کوم جدي امنیتي ګواښ نه‌دی موجود


د افغانسان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د امنیت لپاره‌یې یو لړ امنیتي تدابیر سخت کړي او اوس‌مهال په دې ښار کې کوم جدي امنیتي ګواښ نه‌دی موجود.

د کورنیو چارو وزارت وايي، نور به ترهګرو ته اجازه ورنه کړل شي چې په کابل ښار کې انتحاري حملې، چاودنې او تخریبي اعمال ترسره کړي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۶» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا مهال په دې ښار کې کوم جدي امنیتي ګواښ نه‌دی موجود.

نوموړي زیاته کړه چې د کابل ښار لپاره نوی چمتو شوی امنیتي پلان به په یو دوو ورځو کې شریک شي.

دانش: کابل ښار امنیتي پلان چمتو شوی.
دانش: کابل ښار امنیتي پلان چمتو شوی.

ښاغلي دانش وویل:

"د کابل ښار امنیتي پلان چمتو شوی، ان‌شاءالله په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې به شریک شي. تر ډېره په دغه پلان کې تمرکز د کابل ښار پر اطرافو شوی، کمربندونه به پیاوړي کړو، هڅې کوو چې د کابل ښار څېره چې اوس په ځینو ځایونو کې پوستې زیاتې دي او زیات امنیتي سرتېري په‌کې لیدل کېږي بدله کړو، هڅه کوو داسې یو وضعیت رامنځته کړو چې خلک او کابل ښاریان‌یې تمه لري."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې کابل ښار د خونړیو انتحاري او ډله‌ییزو حملو شاهد و.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

د دغو حملو تر ټولو وروستۍ یې د روانې دلوې میاشتې په شپږمه د صدارت په څلور لارې کې رامنځته شوه چې د افغان چارواکو په وینا له ۱۰۰ زیات کسان په‌کې ووژل شول او له ۲۰۰ زیات نور په‌کې ټپیان شول.

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

له دې حملو وروسته په کابل کې امنیتي تدابیر زیات شول او مهمو ځایونو ته تلونکې لارې د ټرافیکو پر مخ وتړل شوې چې کابل ښاریان‌یې له ستونزو سره مخامخ کړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د ښه امنیت په هدف دغه لارې تړل شوي او کابل ښاریان دې په دې برخه کې له صبر او حوصلې نه کار واخلي.

د دې وزارت چارواکو د کابل د نوي امنیتي پلان په اړه نور معلومات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې دا پلان د ولسمشر له لوري تأیيد شوی دی.

په همدې حال کې د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان دغه پلان د نورو امنیتي پلانونو په پرتله یو څه غوره بولي، خو په ښار کې د امنیتي پېښو د مخنیوی لپاره د بهرنیو استخباراتو د معلوماتو پر شریکولو ټینګار کوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل د دغه پلان ښه‌والی په دې کې دی چې کابل ته په تلونکو لارو او کمربندونو کې پر امنیت ټینګار شوی.

عارض: غه امنیتي پلان یو جامع پلان دی.
عارض: غه امنیتي پلان یو جامع پلان دی.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه امنیتي پلان چې نوی جوړ شوی د تېرو پلانونو په پرتله یو جامع پلان او ستراتېژي ده، د دې پلان له مخې دوی هڅه کړې چې د کابل ښار کمربندونه ځواکمن کړي او کابل ته ټولې ننوتلې لارې تر څارنې لاندې ونیسي، نورې هم داسې زاویې په نظر کې نیول شوي چې تېرو وختونو ته په کتو اوسني امنیتي امکانات ډاډمنوي."

نوموړی زیاتوي له دې سره په خوا کې باید افغان امنیتي ځواکونه په کشفي او استخباراتي برخه کې خپلې هلې ځلې پیاوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې په کابل کې د ملي اردو د "۱۱۱مې فرقې" قوماندان ویلي وو چې راتلونکی لمریز کال له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د کابل ښار او ولسوالیو د ښه امنیت په هدف به د «نصرت» په نامه پوځي عملیات پيلوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG