د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

"۱۱۱ فرقه" راتلونکی لمریز کال په کابل کې پوځي عملیات پيلوي


په داسې حال کې چې په کابل ښار کې وروستۍ حملې او د داعش یا اسلامي دولت په نوم ډلې تبلیغاتي پاڼو کابل ښاریان اندېښمن کړي، په کابل کې د ملي اردو د "۱۱۱مې فرقې" قوماندان وايي چې راتلونکی لمریز کال له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت لپاره د «نصرت» په نامه پوځي عملیات پيلوي.

جنرال عبدالنصیر ضیايي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په ستراتېژیکه کچه د «نصرت» په نامه د عملیاتو لپاره چمتووالی بشپړ شوی او په اوپراتیفي کچه د دې عملیاتو دندې تشرېح شوې دي.

ضیايي: دغه عملیات له اړوندو ادارو سره په همغږۍ تر سره کېږي.
ضیايي: دغه عملیات له اړوندو ادارو سره په همغږۍ تر سره کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ چمتو یو چې راتلونکی کال د نصرت په نامه عملیاتو کې له اړوند ادارو سره په همغږۍ امنیتي ستونزې حل کړو، همدا شان د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته شرایط اماده کړو، په ستراتېژیکه کچه د نصرت عملیاتو لپاره پرواګرام چمتو شوی، په اوپراتیفي کچه دندې تشرېح شوي او په تاکتیکي کچه‌یې پروګرام بشپړ شوی دی."

د «نصرت» په نوم تصفیوي عملیاتو ته د چمتووالي خبر داسې مهال ورکول کېږي چې دوه ورځې وړاندې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل باندې د وسله‌والو طالبانو په ډله‌ییزه حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۲۲ کسان ووژل شول او ۹ تنه نور ټپيان شول.

تېره اوونۍ د مشرانو جرګې سناتورانو هم وویل چې داعش ډلې د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې پر یو شمېر ښوونځیو او کورونو باندې خپل بیرغونه لګولي دي.

په کابل کې د ملي اردو د "۱۱۱مې فرقې" قوماندان وايي چې داعش ډلې د خپلو تبلیغاتو او د خلکو د وېرولو لپاره دا کار کړی، خو وايي کومه لویه اندېښنه نه‌شته.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د عملیاتو د پيل د هرکلي تر څنګ ټینګار کوي چې باید په ښار کې ټول عملیات د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې کابل خان تدبیر ازادي راډیو ته وویل چې په دې تصفیوي عملیاتو کې باید ټول مشکوک ځایونه په نښه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په رښتیا هم دا د کابل پر امنیت ښه تأثیر اچولای شي، د کابل د امنیت لپاره اړینه ده چې پر کشفي او استخباراتي ادارو باندې پانګونه وشي، دا چې په ښار کې د فرقو عملیات ستونزمن وي، نو کشفي ادارې کولای شي، په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي او ناامنې سیمې او مشکوک ځایونه په نښه کړي او بیا وروسته عملیات ترسره شي."

د کابل د "۱۱۱مې فرقې" قوماندان وايي چې روان لمریز کال‌یې له کابل ګارنېزیون او امنیتي او کشفي ارګانونو سره په همغږۍ او د دوی په ملاتړ د «خالد» په نامه ۳۰۸ عملیات کړي چې ۳۷ میله وسلې، ۲۸ میله تفنګچې ۱۳ مشکوک کسان او یو شمېر ارتباطي وسایل‌یې نیولي دي.

عبدالنصیر ضیايي زیاتوي د «نصرت» په نوم عملیات به د کشفي او استخباراتي ادارو سره په همغږۍ ترسره کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG