د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

برمک: له غیرمسؤلو د وسلو راټولولو پلان به په راتلونکو ۲ میاشتو کې پلی شي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له غیرمسؤلو وسله والو د وسلو راټولولو پلان وروستی شوی او تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به پلی شي.

په داسې حال کې چې د هېواد په ولایتونو او ان په کابل ښار کې د غیرمسؤلو وسله والو د موجودیت په اړه د خلکو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په دې برخه کې د امنیت له شورا سره یوه ګډه عملي طرحه وروستۍ شوې چې تر ارزونې وروسته به، له غیرمسؤلو وسله والو، د وسلو راټولول پیل شي.

د دغه وزارت سرپرست ویس احمد برمک د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۲ مه د ولسي جرګې د غړو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال وویل، دغه طرحه به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې پلې شي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک

ښاغلي برمک زیاته کړه:

"د غیرمسؤلو وسله والو په برخه کې د کورنیو چارو وزارت له امنیت شورا سره په همغږۍ، یوه عملي طرح ترتیب کړې، دغه پروسه به په دوو میاشتو کې بشپړه او له دوو میاشتو وروسته به د همدې طرحې له مخې، امنیتي ارګانونه له غیرمسؤلو وسله والو، د وسلو راټول پیل کړي."

د غیرمسؤلو وسله والو موجودیت په هېواد کې د نا امنیو یو لامل ګڼل کېږي او دغه وسله وال د حکومت له کنټروله په وتلو سیمو کې خلاص مټ فعالیت کوي.

که څه هم په هېواد کې د نوي نظام له رامنځته کېدو وروسته، د ډایاګ د پروګرام په نوم د غیرمسؤلو وسله والو د وسلو د راټولولو پروګرام پیل شو، خو په مجموع کې غیرقانوني وسلې راټولې نه شوې.

ویل کېږي چې د هېواد په ځینو لېرې پرتو سیمو کې د غیر مسؤلو وسله والو فعالیتونو، خلک په تنګ کړي دي.

دا چې اوس په هېواد کې څومره غیرمسؤل وسله وال او ډلې فعالیت کوي، کره شمېره یې نه ده څرګنده.

خو په دې وروستیو کې د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو د کمېسیون رئیس هاشم الکوزي ادعا کړې چې یوازې په کابل کې ۴۵ زره غیرمسؤل وسله وال موجود دي او دا هغه خبره ده چې امنیتي چارواکو، نه رد او نه تائیده کړې ده.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د کابل ښار د امنیت د ټینګښت لپاره د «زرغون او ابي» په نامه دوه امنیتي کمر بندونه د جوړېدو په حال کې دي چې د ځان وژونکو بریدونو او جرایمو د مخینوي لپاره ورته، یوه ۳۰۰ کسیزه قطعه روزل کېږي.

د ده په خبره، کابل ښار ته د ننوتلو لارې پېژندل شوي، د موټرو د ننوتلو ۱۱ لارې به بندې او د پلیو د تلو راتلو لپاره به هم، امنیتي پوستې جوړې شي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو پوه حی ګل سلیمان خېل ازادي راډیو ته وویل، تر کومه چې دغه کار ته د حکومت او ناټو غښتلې اراده نه وي موجوده، د غیر قانوني وسلو راټولول به ګران وي.

نوموړی زیاتوي:

"که دولت، امنیتي ارګانونه او ګوندونه چې تنظیمونه دي، رښتینې همکاري وکړي، غیرقانوني وسلې راټولېږي او که د ډایاګ د پروسې په شان وي، دوه میاشتې څه چې په دوو کلونو کې هم نه راټولېږي."

ښاغلی سلیمان خېل وايي، دغیر مسؤلو وسله والو ترشا داسې کسان ولاړ دي چې په دولت کې دخیل دي او له همدې امله د بې وسلو کولو پروسه له ستونزه سره مخ ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG