د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د کابل په بګرامیو کې د داعش د شپې‌پاڼو د خپرېدو په اړه د مشرانو جرګې اندېښنې


د افغانستان مشرانو جرګه د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له‌خوا د داعش وسله‌والې ډلې په ملاتړ د شپې‌پاڼو خپرول او د یادې ډلې په ګټه تبلیغات د اندېښنې وړ ګڼي.

په کابل او ننګرهار کې د داعش ډلې فعالیتونو د یو شمېر سناتورانو او د ولایتي شورا د غړو اندېښنې راپارولې دي.

دغه‌راز دغې موضوع د یو شمېر سناتورانو تُند غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

دوی د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» په عمومي غونډه کې په دې اړه اندېښنه وښوده او ټينګار یې وکړ چې امنیتي ارګانونه باید د یادې ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي.

مشرانو جرګه
مشرانو جرګه

سناتور مولوی غلام محي‌الدین منصف په دې اړه وویل:

"د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د داعش تبلیغات او د دوی په ملاتړ د شپې‌پاڼو خپرول موږ ته د جدي اندېښنې وړ دي، امنیتي او کشفي ارګانونه باید له پوره دقت نه کار واخلي، که چېرې د داعش کسان هلته شته باید ونیول شي او که چېرې نه‌شته او یو شمېر کسان‌یې په ګټه دا شان تبلیغات کوي، کشفي ارګانونه‌یې باید ونیسي او مجازات‌یې کړي."

بل سناتور محمد حسن هوتک هم په دې اړه اندېښنه لري:

"د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د داعش کسانو د ټولې ولسوالۍ په ښوونځیو او شخصي کورونو باندې بیرغونه لګولي او کابل ته ډېر نږدې راغلي دي."

خو سناتورانو د یادو شپې‌پاڼو د متن په اړه جزئیات ورنه‌کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په غزني، لوګر، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د داعش وسله‌والو او دوی پورې د اړوندو کسانو له‌خوا شپې‌پاڼې خپرې شوې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد بیا ازادي راډيو ته وویل چې د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د یادې پېښې په تړاو د دوی څېړنې پیل شوې دي.

بصیر مجاهد
بصیر مجاهد

نوموړي زیاته کړه:

"په دې تړاو مو ډېرې جدي څېړنې پیل کړي، موږ به تعقیب کړو چې د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې دا حرکت د دښمن له‌خوا شوی او که د عامه ذهنونو د خرابولو لپاره دا کار ترسره شوی."

په ورته وخت کې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چې تر دې وړاندې هم د داعش ډلې د پراخو فعالیتونو او په وړاندې یې د عملیاتو په اړه ګڼ راپورونه ورکړل شوي د یادې ډلې د خوځښتونو خبره کېږي.

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل ناصر کامه‌وال په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي چې داعش په ننګرهار کې حتی په هدفي وژنو کې لاس لري او په وینا يې د دغې ډلې په وړاندې پوځي عملیاتو ښه نتېجه نه‌ده ورکړې.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګياڼي بیا ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې مهم مرکزونه له‌منځه وړل شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي چې داعش ډله دا مهال یوازې د هسکې مېنې، نازیانو او اچین ولسوالیو په ځینو لیرو پرتو سیمو کې حضور لري.

په ننګرهار کې د داعش په وړاندې عملیات.
په ننګرهار کې د داعش په وړاندې عملیات.

د افغانستان دفاع وزارت هم تر دې دمخه ویلي چې د داعش ډلې په وړاندې پراخ عملیات شوي او اوس‌یې شمېر له زرګونو سلکونو ته راکم شوی دی.

خو د ننګرهار د ولایتي شورا او د مشرانو جرګې یو شمېر غړي خبرداری ورکوي که چېرې د داعش ډلې په وړاندې جدي ګامونه وانه‌خیستل شي دا ډله به د کابل او هېواد په ختیځو ولایتونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG