د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

عبدالله عبدالله: د داعش ضد نه‌مبارزې تصور بې‌بنسټه دی او تر خپل وسه جنګېدلي یو


د افغان حکومت اجرائیه رئیس د داعش ډلې پر وړاندې د نه‌مبارزې تصور بې‌بنسټه ګڼي او وايي، په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځو او شمالي ولایتونو کې دغه ډله سخته ځپل شوې او یو شمېر مشران‌یې هم وژل شوي او هم افغان ځواکونه او عام خلک‌يې تر اوسه پر وړاندې په خپل وس او توان سره جنګېدلي دي.

عبدالله عبدالله که څه هم په څرګند ډول دا ونه‌ویل چې دغه تصور له چا سره موجود دی، خو زیاته‌یې کړه چې په افغانستان کې د دغې ډلې د فعالیتونو له پیل راهیسې یې پر وړاندې مبارزه شوې ده.

نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» په کابل کې د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې رسنیو ته په خبرو کې وکړې.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي وویل:

"له ټولې مبارزې سره سره یو تصور دی چې د داعش سره د مبارزې اراده او مقابله نه‌شته، دا تصور له بنسټه ناسم دی. هغه څه چې د افغان ځواکونو او ولس په توان کې دي پر وړاندې یې دا مبارزه دوام پیدا کوي، موږ په دې کې هېڅ شک هم نه‎لرو چې د خدای په مرسته دا منفوره ‌ډله زموږ په خلکو کې ځای نه‎لري."

ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې د افغانستان دفاع وزیر ته لارښوونه وکړه چې د داعش ډلې پر وړاندې پر عملیاتو لا تمرکز زیات او په دې اړه رښتیني معلومات تر خلکو ورسوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو حکومت د داعش ډلې په پلوۍ تورن کړی دی.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر او د دغې جرګې یو شمېر غړي دا ادعا لري چې په نظام کې دننه یو شمېر کړۍ له داعشه ملاتړ کوي.

د داعش ډلې پر وړاندې په عملیاتو کې دې تمرکز لا زیات شي.

د اجرائیه رئیس له دغو څرګندونو یو ورځ مخکې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۷» د جوزجان ولایتي شورا رئیس ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه ولایت کې داعش ډلې سره د ځوانانو یوځای کېدو او د دغې ډلې له‎خوا صادر شویو فرمانونو دوی اندېښمن کړي دي.

افغانستان کې د داعش د کمزوري کېدو ادعا او جوزجان کې یې د جلب و جذب اندېښنې!

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، دا چې افغانستان تر ډېره په بهرنیو پوځي مرستو متکي دی او عبدالله هم د خپلې وس او توان مطابق د مبارزې خبره کوي، ښايي چې دا مبارزه هغسې چې لازمه ده نه‎ده تر سره شوې.

د پوځي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل وايي، د ټولې مبارزې سره سره داعش اوس هم د اندېښنې وړ یوه فعاله ډله ده.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل
د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل

​دی وايي:

"د مبارزې په باره کې یوه مسئله چې ډېره مهمه ده هغه زموږ وابستګي ده، اوس دا مبارزه کمزورې ده دا چې اجرائیه رئیس د وس خبره کوي په سیاست کې د وس معنی دا ده چې موږ له دې نور ډېر وس نه‎لرو یعنې دوی مبارزه کړې، خو لکه څنګه چې لازمه ده هغه‌شان مبارزه نه‎ده شوې."

ښاغلی امرخېل وايي، د داعش ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره باید افغان ځواکونه په لا مجهزو وسلو سمبال او ترمنځ‌یې ښه همغږي رامنځته شي.

له دې سره ښاغلي امرخېل زیاته کړه، د افغان حکومت، افغان ولس او نړیوالې ټولنې قاطع دریځ بل هغه څه دي چې د داعش ډلې پر وړاندې په مبارزه کې شته کمزوري له‎منځه وړلی شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG