د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

جاپان ټایمز : د جنورۍ لومړۍ نېټه د ګڼو افغانانو د زوکړې نېټه ده


هرالډ ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه یوه لیکنه کړې چې سرلیک یې دی: افغانستان د اسلامي دولت د ډلې لپاره نوې جبهه.

د دې لیکنې لیکوال په افغانستان کې هغو وروستیو بریدونو ته چې د داعش وسله‎والې ډلې یې مسؤلیت اخېستی اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، د ۲۰۱۷ میلادي کال په اپریل میاشت کې وروسته له هغې چې امریکا په اچین ولسوالۍ کې د "بمونو د مور" په نوم دروند بم وغورځاوه، چارواکو وویل چې په دې برید کې د داعش تر ۹۰ زیات وسله‎وال وژل شوي او په ننګرهار کې د دوی یو لوی پټن‎ځای ویجاړ شوی دی.

افغانستان د اسلامي دولت د ډلې لپاره نوې جبهه

ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن او نورو پوځي چارواکو د دې درانه بم کارول توجیه کړل او دا یې د دې کال تر پای پورې په افغانستان کې د اسلامي دولت سره د تړلې وسله‎والې ډلې د له‎منځه وړلو د کمپاین یوه برخه وبلله.

پوځي قوماندانانو هغه مهال وویل چې په افغانستان کې د داعش وسله‎والو شمېر له ۳۰۰۰ څخه ۷۰۰ ته راکم شوی او د دوی د فعالیت ولسوالۍ له ۱۱ څخه درې ولسوالیو ته محدودې شوي دي.

خو د لیکوال په وینا اوس چې ۲۰۱۷ میلادي کال پای ته رسېدلی، داسې ښکاري چې په افغانستان کې د داعش حضور کمزوری شوی نه، بلکې پیاوړی شوی دی.

ورځپاڼه په ویلسن څېړنیز مرکز کې د سیمې د چارو د یو څېړونکي مایکل کوګلمن له خولې وايي، د پر له‎پسې هوايي بریدونو وروسته په افغانستان کې د داعش د وسله‎والې ډلې مقاومت د اندېښنې وړ دی.

کوګلمن د هرالډ ورځپاڼې ته په افغانستان کې د داعش د وسله‎والې ډلې د مقاومت یو سبب د افغانستان اراضي بللې چې وسله‎وال په کې کولی شي په اسانۍ له هوايي بریدونو ځان وژغوري او بل سبب یې د داعش له وسله‎والې ډلې سره په زیات شمېر د پاکستاني طالبانو او نورو سخت دریځو یوځای کول کیدل بللي دي.

هرالډ ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش د وسله‎والې ډلې د حضور په اړه د روسیې اندېښنه هم راخېستې او وايي:

روسیه اټکل کوي چې دا مهال په افغانستان کې د ۱۰ زرو په شاوخوا کې داعش وسله‎وال شته چې ورسره د سوریې او عراق څخه تښتیدلي داعش وسله‎وال هم یوځای شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا مسکو په ځانګړي توګه د افغانستان په شمال ولایتونو کې د داعش د وسله‎والې ډلې د حضور په اړه اندېښنه لري، چېرې چې ځايي خلکو الجزایري، فرانسوي او نور بهرني وسله‎وال کتلي دي.

  • جاپان ټایمز

جاپان ټایمز ورځپاڼې یو مطلب په دې لیکلی چې د جنورۍ لومړۍ نېټه د ګڼو افغانانو د زوکړې نېټه ده.

ورځپاڼه وايي، ګڼ افغانان د زوکړې اسناد نه‎لري او ډېرو ته یې د خپل تولد دقیقه نېټه هم نه‎ده معلومه.

اوس چې په ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک کې د ځان ثبتولو او همدارنګه نورو قانوني اسنادو د اخېستلو لپاره د زوکړې دقیقه نېټه ځیني غواړي، نو دوی په خپله خوښه د کال له ورځو ځان ته یوه انتخابوي او ډېرو هغو افغانانو چې د زوکړې ورځ یې نه‎ده ورمعلومه د جنورۍ لومړۍ نېټه انتخاب کړې ده.

جاپان ټایمز زیاتوي په وروستیو کلونو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې یو شمېر روغتونو نویو زیږیدلو ماشومانو ته د زوکړې تصدیقونه ورکول پیل کړي، هغه څه د دې هېواد پخوانیو نسلونو نه درلودل.

XS
SM
MD
LG