د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

پاکستان ټوډې: ټرمپ نوی کال د پاکستان په تورنولو پیل کړ


  • دِ هېل

دِ هېل ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پالېسۍ د بدلون په اړه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي ډونالد ټرمپ یو وخت په افغانستان کې د امریکا مأموریت یو "بشپړ ناورین" بللی و، خو اوس چې د خپلې ولسمشرۍ په دوهم کال کې دی، افغانستان ته د زرګونه اضافي سرتېرو د لېږلو لېوالتیا لري.

د امریکايي جنرالانو په باور دا کار به په افغانستان کې کړکېچن حالت بدل کړي.

په مقاله کې د یوه کارپوه په حواله راغلي چې د امریکا متحده ایالات باید د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې د سخت‎دریځو له لوري مخ په زیاتېدونکي امنیتي ګواښ ته پام وکړي او هم دې پر پاکستان فشار راوړي، څو په خپله خاوره کې په طالبانو او نورو مېشتو ترهګرو ډلو فشار زیات کړي.

تازه، ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه ټویټ کې ګواښ وکړ چې له پاکستان سره د امریکا میلیاردونه ډالره مرسته به بنده کړي.

ټرمپ ویلي، د امریکا متحده ایالاتو په تېرو ۱۵ کلونو کې څه باندې ۳۳ میلیارده ډالره پاکستان ته ورکړي او په ځواب کې یې د هغه په خبره پاکستان له درواغ او چل بل کار نه‎دی کړی او د امریکا مشران‌یې احمق فکر کړي دي.

اسلام‎اباد تېرو وختونو کې د ټرمپ تورونه بې‌ځایه بللي دي.

د ټرمپ دا خبرې په بېلابېلو خپرونو کې خپرې شوي چې د ګڼو پاکستاني رسنیو لومړي مخونه‌یې هم ډک کړي دي.

  • پاکستان ټوډې

د پاکستان انلاین ټوډې انلاین ورځپاڼې ویلي چې ټرمپ نوی کال د پاکستان په تورنولو پیل کړ.

په مقاله کې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف په ځواب کې ویلي چې اسلام‎اباد به له مشورې وروسته د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې خبرو ځواب ورکړي.

پاکستان ټوډې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف او صدراعظم شاهد خاقان عباسي د ټرمپ د دې پرېکړې په اړه په تفصیل خبرې کړې دي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې په خبره تمه ده نن سې شنبه د پاکستان کابینه په دې اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

په تېر اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا متحده ایالاتو د سټراټېژۍ تر اعلان وروسته د اسلام‎اباد او واشنګټن اړیکې خرابې شوې دي.

ټرمپ ویلي و چې پاکستان هغو ترورېستانو ته پناه ورکوي چې امریکا ورسره په جنګ کې ده.

XS
SM
MD
LG