د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

رحیمي: په کابل کې د تېرې ورځې په برید کې ۲۰ کسان مړه او ۳۰ ټپیان شوي


پرون پنجشنبه ماښام د کابل ښار د مکروریانو د بنايي په سیمه کې یو ځانوژونکی برید شوی چې د ځینو سرچینو په وینا، په کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د جرمني خبري اژانس د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي له خولې ویلي چې برید د پولیسو پر یوه ګزمه شوی، خو په مړو او ټپیانو کې پولیس او ملکیان دواړه شامل دی.

جرمني خبري اژانس د ښاغلي رحیمي له خولې د وژل شویو شمېر ۲۰ او د ټپیانو ۳۰ تنه ښودلی دی.

په ځینو نورو راپورو کې د تلفاتو شمېرې تر دې کمې او زیاتې هم یادې شوې دي.

د برید پر مهال په سیمه کې پولیس د ځايي دوکاندارانو د یوه اعتراض په خورولو او له اعتراض کوونکو سره په خبرو بوخت وو.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر جاهد ویلي، سیمې ته د بلوا ضد پولیس وروسته له هغې واستول شول چې دغلته یو اعتراض په تاوتریخوالي بدل شو.

اعتراض د کابل په دوو ناحیو کې د الکولو او نشه يي موادو د کاروباریانو پر ضد د یو لړ عملیاتو له کبله راپورته شو. بصیر مجاهد ویلي، کله چې د نشه يي موادو کاروباریانو وسله وال مقاومت وکړ، د پولیسو سره نښتو کې یو کس ووژل شو او یو بل هم ټپي شو چې په سیمه کې د ځايي خلکو د اعتراض سبب شو.

پولیس د اعتراض له تنظیموونکو سره په خبرو بوخت وو چې چاودنه وشوه.

د داعش وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او له داعش سره تړلي د اعماق خبري اژانس په دې برید کې د ۸۰ په شااوخوا کې پولیسو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا یې کړې ده.

دا په نوې میلادي کال کې په کال ښار کې لومړنی خونړی برید دی.

د جرمني خبري اژانس د شمېرو له مخې، تر دې مخکې په ۲۰۱۷ میلادي کال په کابل کې تر ۲۰ زیات خونړي بریدونه شوي چې تر ۵۰۰ زیات کسان په کې وژل شوي او سلګونه نور په کې ټپیان شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف دا پېښه غندلې، له ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي:

"جنایتکاران باید پوه شي چې له خپلو دغو غیر اسلامي او انساني ضد اعمالو سره به د هېواد په هېڅ نقطه کې خوندي پاتې نشي او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لورې به له ځپونکي او سخت ځواب سره مخ شي."

افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم پر خپل رسمي فیسبوک پاڼه دا پېښه غندلې او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG