د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

افغانستان ته د امنیت شورا د پلاوي پر سفر د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


په کابل کې ورځپاڼو نن افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي د سفر په اړه مطالب خپاره کړي او په افغانستان کې ددغه سازمان په مسؤلیتونو یې بحثونه کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د امنیت شورا پلاوی به د افغان حکومت له مشرانو سره د سیمه ییزو ستونزو د حل او د ترورېزم په خلاف د روانې مبارزې پر څرنګوالي خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه پلاوی به چې پکې د امنیت شورا مشر او د امریکا سفیر هم شامل دي، هغه شکایتونه له نېږدی و ارزوي چې افغان حکومت وړاندې کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا کابل ته د امنیت شورا د پلاوي له سفره مخکې د امنیت شورا مشر ویلي وو چې هیله مند دی، افغان حکومت به د ترورېزم، نشه یي توکو قاچاق او منظمو جرمونو په برخه کې د شتو ستونزو حل ته جدي پام وکړي.

ورځپاڼې وړاندې د امنیت شورا د پلاوي د سفر په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو غبرګونونه هم راخیستي دي او لیکلي دي، که څه هم د ولسي جرګې غړي د پلاوي د سفر هرکلی کوي، خو غواړي چې نړیوالې ادارې او په تېره بیا ملګري ملتونه په سیمه کې د ترورېزم ستونزې ته چې ریښه یې په پاکستان کې ده جدي پام وکړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي د سفر په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړیو په حواله لیکلي دي چې ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه چې په سیمه کې تر ټولو په نا امنه هېواد بدل شوی پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی به له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ملي شورا له غړیو او سیاسیونو سره وګوري او د سیمې پر موجوده حالاتو به ورسره خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دی چې د امنیت شورا پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کړی، چې له یوی خوا د افغانستان په اړه د دی شورا اندېښنې زیاتي شوي او له بل لوري څه موده وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک مسټر د دې شورا پنځلسو غړیو ته د افغانستان په اړه او له ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان د ناسمې همکارۍ نه شکایت وکړ.

افغانستان ما:

افغانستان ما ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د امنیت شورا پلاوی به د افغانستان د روان حالت له بشپړې ارزونې ترڅنګ شته فرصتونه او ننګونې هم جوتي کړي.

د ورځپاڼې په وینا د امنیت شورا پلاوي داسې مهال کابل ته سفر کړی چې څه موده مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار د دی شورا غړیو ته د افغانستان د روانې وضعې په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل چې د ورځپاڼې په وینا د روسیې سفیر یې هرکلی وکړ.

ورځپاڼه لیکي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له څه مودې راهیسې د افغانستان د روانې وضعې په اړه اندېښمنه ده او په منظمه توګه د پیښو څارنه کوي چې ډېر کله یې پرې غبرګون هم ښودلی دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې کابل ته د امنیت شورا د پلاوي د سفر یو هدف له نږدې د جنګ ځپلي افغانستان د روان حالت ارزول او د ټرمپ ادارې له نوي ستراتیژۍ سره مرسته کول دي.

ورځپاڼه لیکي چې د امنیت شورا غړیو ته د امریکا د ملي امنیت د سلاکار لخوا د افغانستان د روانې وضعې په اړه د معلوماتو له ورکولو وروسته، د دی شورا ریاست، چې اوس د قزاقستان په لاس کې دی وویل، چې امنیت شورا غواړي افغانستان د روانې وضعې په اړه ریښتیني او تازه معلومات ولري.

هېواد لیکي چې په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر د افغانستان په اړه د یوې کړنلارې د جوړولو غوښتنه وکړه چې یوازې پر سولې نه بلکې پر زیات پرمختګ متمرکز وي.

ورځپاڼې وړاندی کابل ته د امنیت شورا د پلاوي د سفر په اړه د مطلب په دوام لیکلي دي چې دغه پلاوی به له افغان حکومت سره پر موجوده اړتیاو هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG