د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۰۵

"د فراه د جګړې اتل" محمد موسی څوک دی؟


محمد موسی چې پر فراه ښار باندې د وسله‌والو طالبانو د سې شنبې ورځې له حملې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د فراه د جګړې د اتل په نوم مشهور شو، څوک دی؟

په فراه کې د وسله‌والو طالبانو د سې شنبې ورځې له حملې وروسته په ټولنیزو رسنیو په تېره هم په فېس‌بوک کې د یوه سرتېري عکس د فېس‌بوک د کاروونکو پر پاڼو ګرځي او د فراه د جګړې د اتل په نوم یادېږي.

دا سرتېری هغه وخت د فراه د جګړې د اتل په نوم مشهور شو چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه د ده وېډیو خپره کړه او ورسره‌یې لیکلي دي چې؛ "د فراه د ښار له مارکېټونو څخه دولتي مجرمین په داسې حالت کې ونیول شول."

په دغې وېډیو کې دا سرتېری د څو وسله‌والو طالبانو له‌خوا نیول شوی چې له یوې خوا د هغه د وژل کېدو غږ کېږي او له بل لوري بیا بل طالب وايي چې مه‌یې وژنئ، خو دی په خوله هېڅ نه‌وايي.

  • خو دا سرتېری څوک دی او څرنګه ووژل شو؟
محمد موسی
محمد موسی

دی محمد موسی نومېږي او دوه میاشتې او پنځه ورځې مخکې د فراه په انار دره ولسوالۍ کې نیول شوی و او وروسته ووژل شو.

د انار درې ولسوال سمیع‌الله عظیمي ازادي راډيو ته وویل محمد موسی د کب میاشتې په ۲۱مه نېټه هغه وخت د طالبانو له‌خوا ونیول شو چې دغې ډلې پر یادې ولسوالۍ حمله کړې وه.

دی وايي، په دغې حمله کې د انار درې پخوانی قوماندان هم د څو نورو سرتېرو سره ووژل شو.

ښاغلی عظیمي زیاتوي:

"محمد موسی د انار درې ولسوالۍ د پخواني قوماندان ساتونکی و، کله چې طالبانو پر ولسوالۍ حمله وکړه محمد موسی يې ونیوه، وروسته‌یې دی یوه باغ ته یووړ او ويې واژه."

فراه د افغانستان له ناامنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د ولسوالیو تر څنګ وسله‌والو طالبانو د سې شنبې په شپه د یاد ولایت مرکز تر حملې لاندې ونیو.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له دغې حملې وروسته د محمد موسی انځورونه خپاره کړي او هغه‌یې د فراه د جګړې د اتل په توګه یاد کړی.

د فراه د امنیه قوماندانۍ مرستیال ویاند محمد قاسم قاسمي وايي چې محمد موسی تر وروستۍ مرمۍ پورې چې په ټوپک کې یې پاتې وه د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړه او څو تنه وسله‌وال طالبان‌یې ووژل.

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو اتل سرتېری وو او مېړانه‌یې وکړه چې درې، څلور طالبان‌یې ووژل، له هغې وروسته‌یې مهمات خلاصېږي او د طالبانو له‌خوا ونیول شو."

د محمد موسی د ژوند په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره مو هڅه وکړه چې د هغه له مشر زوی داوود سره خبرې وکړو، خو هغه خبرو کولو ته حاضر نه‌شو.

خو د محمد موسی یوه نږدې خپلوان شاه مقصود ازادي راډیو ته وویل چې موسی په اصل کې د انار درې ولسوالۍ اوسېدونکی و او له اتو کالو راهیسې یې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.

د نوموړي په خبره له محمد موسی څخه درې زامن او درې لوڼې پاتې شوې.

په کابل کې یو شمېر ځوانانو د محمد موسی چې اوس د فراه د جنګ د اتل په نوم یادېږي د کورنۍ لپاره د مالي مرستې په هدف کمپاین پیل کړی دی.

دغه کمپاین د رومان عباسي او طارق عظیم له‌خوا په ټولنیزو رسنیو کې پیل شوی چې د یوه بانکي حساب په اعلانونو سره له خلکو غواړي څو د خپلې وسې سره د محمد موسی له کورنۍ سره مرسته وکړي.

طارق: له ټولو هېوادوالو غواړو چې د خپلې وسې مطابق مرسته وکړي.
طارق: له ټولو هېوادوالو غواړو چې د خپلې وسې مطابق مرسته وکړي.

طارق عظیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"یو کمپاین مو پیل کړی او له ټولو هېوادوالو هیله کوم چې د خپلې وسې مطابق د پیسو مرسته وکړي څو موږ دغه مرستې راټولې کړو او په پوره امانت سره‌یې د شهید موسی کورنۍ ته ورورسوو."

محمد موسی لومړی او یا یوازنی سرتېری هم نه‌دی چې له مقاومت وروسته نیول کېږي او بیا وژل کېږي.

د محمد موسی په څېر زیات شمېر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ د جګړو په ډګر کې وژل کېږي او یا ټپیان کېږي.

د فراه والي بصیر سالنګي ویلي د فراه پر ښار د وسله‌والو طالبانو په وروستۍ حمله کې ۲۵ سرتېري وژل شوي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG