د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د فراه امنیه قوماندان: ایران په فراه کې طالبان تمویل او تجهیزوي


د فراه امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد وايي، ایران په فراه کې له طالبانو سره مرسته کوي.

پر فراه ولایت د طالبانو له تازه وسله‌والو حملو وروسته د فراه امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد وايي، د فراه په نا امنۍ کې د ایران ډېرې ګټې نغښتې دي.

ښاغلي شیرزاد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷کال د غويي ۲۶» په فراه کې د خبریالانو یوې غونډې ته وویل چې ایران په بشپړ ډول په فراه کې طالبان تمویل او تجهیزوي.

فضل احمد شیرزاد
فضل احمد شیرزاد

نوموړي زیاته کړه:

"ایران د فراه طالبان په بشپړ ډول تمویل او تجهیزوي او د فراه په نا امنۍ کې مستقیماً لاس لري، د ایران لپاره فراه ډېر ارزښت لري او د دغه ولایت په نا امنۍ کې د دوی ډېرې ګټې نغښتې دي."

ښاغلی شیرزاد په فراه کې د طالبانو د وروستیو حملو پر مهال د ایراني وسلو کارول چې په خبره‌يې یو شمېر وسلې يې نیولي هم دي د خپلې دې ادعا ثبوت ګڼي.

که څه هم د فراه امنیه قوماندان هغه وسلې چې په خبره‌یې ایرانۍ دي او له طالبانو یې نیولي دي خبریالانو ته ونه‌ښودې، خو وايي په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې ایران د فراه په نا امنۍ کې لاس لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې پر فراه ولایت خپلې حملې زیاتې کړي او یوه ورځ وړاندې یې حتی د فراه د مرکز ځینې سیمې هم ونیولې.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې اوس په فراه کې حالات کابو شوي او د طالبانو حملې په شا تمبول شوې دي.

په فراه کې له طالبانو سره د ایران د همکارۍ په اړه ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې څه موده وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ویلي و چې ایران د سپاه پاسداران له لارې په افغانستان کې له طالبانو سره مرستې کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي هم له بي بي سره په خبرو کې ویلي چې ایران او روسیه له طالبانو سره په دې پلمه همکاري کوي چې ګواکې طالبان د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې په افغانستان کې جګړه کوي.

که څه هم ایران د فراه د امنیه قوماندان د تازه ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د تهران له لوري د طالبانو د ملاتړ ادعا بې‌اساسه بللې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دې انکار وکړ چې ګواکې ایران او یا کوم بل هېواد له دوی سره همکاري کوي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، دا چې طالبان په لوی شمېر کې پر یوه ولایت قوي حمله کوي له شک پرته چې د نورو او په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو له همکارۍ پرته دا کار ممکن نه‌دی.

عبدالقادر ځاځی وطندوست
عبدالقادر ځاځی وطندوست

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي وطندوست وویل:

"طالبانو ته د وسلو ورکړه او د دوی تجهیز او په ورته وخت کې د یوه داسې پلان جوړول چې غواړي یو ولایت سقوط کړي دا عادي خبره نه‌ده، بلکې دا هېوادونه ورسره ولاړ دي."

اخوا د سیاسي چارو افغان کارپوه سید انتظار خادم بیا وايي ایران د ټولو نړیوالو اصولو خلاف غواړي د زور له لارې خپلې ګټې په افغانستان کې خوندي کړي.

د ښاغلي خادم په خبره د کابل او تهران ترمنځ ځینې ستونزې پخوانۍ مخینه لري، خو په‌کار ده چې د اختلاف وړ مسایل د زور نه، بلکې د خبرو له لارې حل شي.

بلخوا د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي داسې شواهد نه لري چې ایران دې په فراه کې له وسلوالو طالبانو سره پوځي مرستې کړې وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG