د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ له کوم دلیل پرته رخصتي کړې


د افغانستان ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ چې د جرګې د عمومي غونډې د جوړېدو ورځ وه، غونډه نه‌درلوده.

په داسې حال کې چې افغانستان اوس‌مهال د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی د دې هېواد ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۶» له کوم دلیل پرته رخصتي کړې او عمومي غونډه‌يې نه‌درلوده.

د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په دهلېزونو کې د یادې جرګې د ګوتو په شمار څو تنه غړي لیدل کېدل.

د جرګې دغو غړو وویل چې د هېواد روان ناوړه امنیتي وضعیت او په تېره د هېواد په شمالي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفینو بریدونو ته په کتو، لازمه وه چې د جرګې اداري پلاوي عمومي غونډه جوړه کړې وی، خو دا چې د جرګې عمومي غونډه جوړه نه‌شوه، دا یو غیر قانوني عمل دی.

د جرګې غړو عزیزه جلیس او رمضان بشردوست وویل:

"څرنګه چې رخصتي نه‌وه، د خلکو د کور دروازې باید خلاصې وی، د فراه ولایت موضوع چې ډېره حساسه ده باید بحث پرې شوی وی،خلک مو هره ورځ د غم پر ټغر کېني."

رمضان بشردوست
رمضان بشردوست

"د افغانستان ټولې سیمې په وینو کې ډوبې دي، خو زه باوري یم چې استازي یې په خپلو کورونو کې په ساعت تېریو بوخت دي، د دغو وینو تویېدو اصلي مسؤل ولسي جرګه ده، ځکه همدا وکیلان دي چې دوی یې وزیران کړي دي، یو مهم سند چې موږ یې باید وړاندې کړو، وینو چې د ولسي جرګې دروازې تړلې دي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوو ورځو کې وسله‌والو طالبانو له څو خواو څخه د فراه ولایت پر مرکز بریدونه کړي، د دغه ښار یو شمېر سیمې او دولتي ودانۍ يې د څو ساعتونو لپاره په خپله ولکه کې راوستي.

د فراه اوسېدونکو ویلي چې د فراه پر ښار د وسله‌والو مخالفینو حملې دومره زورورې وې چې ګمان کېده د دغه ولایت مرکز به سقوط شي، خو د فراه والي عبدالبصیر سالنګي ازادي راډیو ته ویلي چې له وسله‌والو طالبانو سره د دوو ورځو تودو جنګونو وروسته، طالبانو ماته خوړلې او د فراه ښار د افغان امنیتي ځواکونو په واک کې دی.

د فراه اوسېدونکي وايي، د وسله‌والو طالبانو حملو خلکو ته د کندز ولایت د سقوط پېښه ورتازه کړه، خو د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو اعلان کړی چې په فراه کې طالبانو ماتې خوړلې او د کندز پېښه به هېڅکله تکرار نه‌شي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوهان وايي، د ملت سترګې په ولسي جرګه کې د دوی استازو ته اوړي چې په داسې حالاتو کې د حل لارې چارې ولټوي، خو دا چې د ولسي جرګې دروازې تړلي، دا له مسؤلیتونو تېښته ده.

ودیر صافی
ودیر صافی

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې هېواد په دې حال کې وي چې هرې خوا ته جګړه ده او افغانان په‌کې وژل کېږي او ولسي جرګه وايي، اجنډا نه‌لرم، د دوی په غونډه کې باید امینتي وضعیت وڅېړل شي. امنیتي مسؤلین دې هره ورځ وغواړي چې راپور ورکړي، نو دا چې دوی دریځ نه‌نیسي، خلک باید په راتلونکي کې داسې بې‌مسؤلیته وکیلانو ته رأیې ورنه‌کړي."

ازادي راډیو څو ځلې هڅه وکړه چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي نظر ولري، خو ټیلیفونونو ته مو ځواب ونه‌ویل شو.

دا لومړی ځل نه‌دی چې پرته له کومه دلیله د ولسي جرګې دروازې تړل کېږي، بلکې پخوا تر دې هم ډېر ځلې لیدل شوي چې په ډېرو حساسو شېبو کې د دغې جرګې نصاب بشپړ شوی نه‌دی او ځیني مهم قوانین له تصویبه پاتې شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG