د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د سوله غوښتونکو پلی کاروان چې له هلمنده یې حرکت کړی، غزني ته نېږدې شوي


د سوله غوښتونکو پلی کاروان چې له هلمنده یې حرکت کړی وو، غزني ته نېږدې شوي دي.

د اوو تنو هغو هلمندي ځوانانو په مشرۍ د سولې پلی کاروان چې له هغه ولایته پیل او په کندهار راتېر شو له زابله هم د اوښتلو په حال کې دي.

له دغه کاروان سره په لاره کې نور ځوانان هم یو ځای شوي چې اوس یې شمېر ۲۵ تنو ته رسېږي.

د دغه کاروان یو شمېر غړي له خپل سفر جالبي خبرې او کیسې لري.

له دې ډلې اقبال خېبر ازادي راډیو ته وویل:

"په هره سیمه کې د خلکو هرکلی ډېر جالبه وو، موږ ته یې وچه ډوډۍ او شړومبې راوړلې، یو ځای د شپې چې موږ څراغ ولګوو، راباندې ډزې وشوې چې وروسته بیا په احتیاط مخته تلو."

دغه اعتراض په هلمند کې له روانو ناامنیو سرچینه اخېستې، اعتراض کوونکي وايي چې ولس یې تر شا ولاړ دی او د دوی غوښتنې د ولس غوښتنې دي.

دغه کاروان چې د ثور په ۲۳مه نېټه یې د کابل په هدف خپل پلی سفر پیل کړی وايي چې وروسته بیا د هېواد د شمال په لوري خوري.

اعتراض کوونکو مخکې تردې د اعتراض په ډول خیمې درولي او د نه خوړلو اعتصاب یې کړی دی.

دغه اعتراض وروسته له هغې پیل شو چې د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د لوبو د یو میدان څېرمه په یوې انتحاري حمله کې ۱۶ ملکیان ووژل شول.

هغه ځوانان چې په غزني له دغه کاروان سره یوځای کېږي وايي چې په کابل کې به د اوربند لپاره غونډه کوي.

له دې ډلې میوند ارین د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ غوښتنه له حکومته، امریکایانو او وسله‎والو مخالفینو د اوربند غوښتنه ده، وروسته دې د سولې د خبرو لپاره چمتو شي او که زموږ غوښتنې ونه‎منل شي، موږ به خپلو دا شان حرکتونو ته دوام ورکړو."

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد ازادي راډیو ته په‎دې اړه په یو استول شوي پیغام کې پر خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې که ځوانان سوله غواړي نو د امریکايانو د مرکزونو مخو ته خپل غږ پورته کړي.

ویل شوي چې د ننګرهاري ځوانانو یوه ډله هم دغه کاروان سره د یوځای کېدو تیارۍ کوي.

د دغه حرکت یو تنظیمونکی راحت ګل زیارمل وايي:

"موږ اته کسان یو، د لغمان په دو سرکه او سروبي کې به هم راسره دوستان یوځای شي، بیا کابل ته ځو چې هلمندي دوستانو سره خپل یووالی وښیوو."

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان له دې ډلې احمد سعیدي له دې سره- سره چې د دا شان حرکتونو هرکلی کوي خو وايي چې د افغانستان جګړه سیمه‎ییز او تر هغې هم پراخ اړخ لري چې د دا شان حرکتونو ترسره کول به یې په وړاندې بې نتیجې وي.

راپور: حدیث پردیس

XS
SM
MD
LG