د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د سولې عالي شورا: د اندونیزیا ناسته به د سولې د خبرو لپاره یو مهم ګام وي


د افغان د سولې عالي شورا وايي، د اندونیزیا ناسته به د سولې د خبرو لپاره یو مهم ګام وي.

د خندق په نوم د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو له اعلان سره سم د جنګ پراختیا او بل‌خوا له همدغې ډلې سره، د سولې خبرو ته هیلې.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا ۴۵ دیني عالمان د درې اړخیزې ناستې لپاره چې په پام کې ده د جمعې په ورځ جوړه شي، د جاکارتا ښار ته رسېدلي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس محمد کریم خلیلي وايي، دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو سره مرسته وکړي.

کریم خلیلي
کریم خلیلي

نوموړي وویل:

"اوس چې موږ او تاسې خبرې کوو، د درې واړو هېوادونو دیني عالمان د راټولېدو په حال کې دي او د افغانستان پر جنګي وضعیت او له دغه وضعیته د وتلو او د سولې د ټینګښت پر لارو به خبرې وکړي، زه یقین لرم چې د سولې د پرمختګ لپاره زموږ او د درې واړو هېوادونو د دیني عالمانو له نظره، یو مهم ګام دی."

د سولې عالي شورا وایي، په دغې ناسته کې د افغانستان او اندونیزیا د دیني عالمانو هڅه، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې ارزونه او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره، د اسلامي نړۍ د یو لوی کنفرانس بلل دي.

له دې نه یوه ورځ مخکې د سولې عالي شورا ویلي چې د افغانستان د دیني عالمانو شمېر چې ۲۰ تنو ته رسېږي، د دغه کنفرانس لپاره اندونیزیا ته رسېدلي دي.

دغه‌راز رارسېدلي خبرونه وايي چې د پاکستان ۱۵ دیني عالمان جاکارتا ته رسېدلي دي.

پاکستان چې نقش‌یې د افغانستان د سولې په ټینګښت او د سولې خبرو ته د طالبانو په راماتولو کې مهم ګڼل شوی، په تېرو کلونو کې یوازې د افغانستان له‌خوا نه، بلکې د امریکا له‌خوا هم په دغې مسئله کې د دوه مخي سیاست په لرلو تورن دی او دیني عالمانو یې په افغانستان کې جنګ روا ګڼلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌وال طالبان د افغان حکومت د سولې د بلنې په وړاندې چې د کابل پروسې په کنفرانس کې وړاندې شوې، پټه خوله پاتې دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا له خلکو او په تېره د هغه هېواد د کانګرس له سوله غوښتونکو غړو غوښتي چې ډونالد ټرمپ دې د سولې خبرو ته وهڅوي، خو په دې لیکنه کې د افغانستان د سولې اړوند څه نه‌دي ویل شوي.

د نړیوالو اړیکو پوهان په دې باور دي چې که دغه کنفرانس د افغانستان له لوري جدي ونه‌نیول شي، د تېرو کنفرانسونو په څېر به نتایج ونه‌لري.

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافی په دې باور دی چې پاکستان تر ډېره غواړي، وخت ومومي چې د نړیوالو او په تېره د امریکا باور پر ځان پیدا کړي.

دی وايي، د پاکستان عالمان باید ژمنه وکړي چې پاکستان به د ترورېزم له ملاتړه لاس اخلي او هغوی به د سولې خبرو ته راماتوي.

ودیر صافی
ودیر صافی

دی وایي:

"د افغانستان جنګ چې پاکستان ورته جهاد وايي، په هېڅ صورت جهاد نه‌دی. که د دغه کنفرانس په اړه ووایو چې په افغانستان کې به جنګ ختم او سوله به راولي، لیرې خبره ده."

په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان د فتوا په صادرولو او په افغانستان کې د جنګ د ختمولو لپاره، د اسلامي نړۍ د اجماع په جوړولو تأکید کوي.

دیني عالم بهاءالدین جوزجاني وايي، د پاکستان دیني عالمان باید د اندونیزیا په درې اړخیزه ناسته کې ځان وژنه، چاودنه او په افغانستان کې د جنګ دوام چې هېڅ دیني توجیه نه‌لري او د اسلام د اصولو خلاف دي، مردود اعلان کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG