د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

کارپوهان: افغانستان تل د شانګهای سازمان له ناستو تش لاس راګرځېدلی


د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې په کلکې مبارزې او د شته‎وو امنیتي تهدیدونو د مخنیوي پر اغېزمنو لارو چارو بحث او خبرې کېږي.

ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې چې تمه ده د شنبې او يکشنبې په ورځ د چین هېواد په ساحلي ښار چینګ‌دائو کې ترسره شي ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ناسته د افغانستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره خورا مهمه ده او افغان پلاوی به هڅه کوي چې د دغه سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

ښاغلی احمد وايي:

"يو له هغو مواردو چې ټاکل شوې پرې بحث وشي، په سیمه کې ګډ امنیتي ګواښونه دي او موږ هم هڅه کوو چې د سیمه‎ییز اتصال له لارې د افغانستان موقف لا پیاوړی او لوړ کړو، دغه ناسته د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات لپاره خورا مهمه ده."

ښاغلی احمد وايي، په‎دغه ناسته کې د افغان ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په ګډون يو لوړ پوړی پلاوی د افغانستان په استازېتوب ګډون کوي.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا روانه اوونۍ ویلي و چې د شانګهای د همکاریو سازمان یوه ډېره عمده دنده د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د مبارزې دوام دی او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې پياوړي کول دي.

روېټرز خبري اژانس د سینهوا د راپور له مخې لیکلي چې د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو ترمنځ د وسله‎والو یاغیانو څه باندې ۵۰۰ روزنیز مرکزونه تخریب کړي او د نړیوالو ترورېستي سازمانونو شااوخوا دوه زره غړي یې نیولي دي.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د شانګهای د همکاریو سازمان ‌ لومړني غړي هېوادونه دي.

هند او پاکستان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د دغه سازمان دایمي غړي شول او ایران هم د دې سازمان دایمي غړیتوب لپاره هیله ښودلې.

افغانستان چې د دې سیمه‎‎ییزې همکارۍ د سازمان څارونکی غړی دی د یو شمېر افغان کارپوهانو په باور دغه هېواد تل له دې امله د دغه سازمان له ناستو تش لاس راګرځېدلی چې په سیمه‎ييزه کچه یې يو پیاوړی سیاست او دریځ نه‎دی لرلای.

بشیر بېژن
بشیر بېژن

له دې ډلې د سیاسي چارو کارپوه بشیر بېژن په‎دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زموږ ستونزه چې نه يو توانېدلې د شانګهای له ناستو ګټه پورته کړو، د سیمې په کچه د اړیکو په برخه کې د يوه پياوړي دريځ او سیاست نه‎لرل دي، له دې امله تل موږ تش لاس بېرته راګرځو او له هېڅ يوې ناستې کومه لاسته راوړنه نه‎لرو."

ښاغلی بېژن وايي، که د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه په افغانستان او سیمه کې د شته‎وو امنیتي تهدیداتو او ترورېزم د له‎منځه وړلو لپاره عملي ګامونه واخلي نو د سیمې په امنیت او ثبات به د پام وړ اغېز ولري.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG