د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

د چين په ساحلي ښار چینګ‌دائو کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه جوړېږي


په ۱۹۹۶میلادي کال کې د قزاقستان، قرغزستان، چين، روسیې او تاجکستان ترمنځ د پولې د امنيت لپاره د «شانګهای پنځه» په نوم يو توافق رامنځته شو چې وروسته د شانګهای همکارۍ په سازمان بدل شو.

ټاکل شوې ده د جون په نهمه او لسمه نېټه د چين په ساحلي ښار چینګ‌دائو کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه جوړه شي.

په‎دې سازمان کې د چين او روسيې تر څنګ قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان او هندوستان غړيتوب لري.

دا سازمان په رسمي توګه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې جوړ شو چې تر دې مخکې يې ځينې غړي هېوادونه پر سرحدونو د ستونزو د حل او ترورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره سره راټول شوي وو.

خو وروسته له هغه چې د امریکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه افغانستان ته ننوتل، په ځانګړي توګه په منځني ختيځ کې د امریکا د نفوذ کمولو په خاطر دغه سازمان رسمي بڼه خپله کړه.

په وروستیو کلونو دغه سازمان پر اقتصادي برخه ډېر تمرکز کړی، لکه د چين د «یوه کمربند یوې لارې» چې په‎کې ټرانزيټي مرکزونه مهم رول لوبوي.

د اسوشيټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، تېره اوونۍ د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي وويل چې په قینګداو کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه به د «یو کمربند یوې لارې» پر جوړولو تمرکز کوي چې په سیمه کې اقتصادي همکاري زیاته شي.

خو اسوشيټېډ پريس خبري اژانس په واشنګټن کې د ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو په مرکز کې د اسیا د برخې رئیس جانتن هيلمن له قوله ليکلي چې هندوستان دې خبرې ته ښايي خوشبیني ځکه څرګنده نه‎کړي چې په اسیا کې د نفوذ په برخه کې د چين يوازینی سيال دی او د دې سازمان له غړيو هېوادونو څخه يوازینی هېواد دی چې د یو کمربند یوې لارې نوښت له ملاتړه یې ډډه کړې ده.

اسوشیټېډ پريس د څېړونکي له قوله لیکلي:

د دې لامل ښايي پر چين د هندوستان بې باوري هم وي، ځکه دوی د هماليه د لانجمنې سیمې په خاطر په ۱۹۶۲ میلادي کال کې جګړه هم کړې ده او تېر کال د دواړو هېوادونو ځواکونه لس اوونۍ د جګړې لومړۍ کرښې ته اماده وو.

روسیې که څه هم لږ څه د «یو کمربند یوې لارې» نوښت منلی، خو دغه هېواد غواړي په سيمه کې د اروپايي اسیايي اقتصادي ټولنې رامنځته کولو سره خپل اقتصادي او سياسي نفوذ پراخ کړي.

څېړونکي وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونه هم مسکو ته نېږدې کېږي، ځکه نه غواړي په بشپړه توګه د چين تر نفوذ لاندې شي.

ويل کېږي، هندوستان به په امنيتي برخه کې پر خپل ګاونډي او د چين پر نېږدې ملګري هېواد پاکستان ټينګار کوي چې د هغو سخت دريځو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې په هندوستان او افغانستان کې حملې کوي.

افغانستان په دغه غونډه کې د ناظر په توګه ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG