افغانستان
د افغان حکومت او شانګهای سازمان ترمنځ د تماس ډله رامنځته شوه
د افغانستان حکومت او شانګهای سازمان ترمنځ د تماس ډله رامنځته شوه.
د افغانستان جمهوري ریاست پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې ډلې د رامنځته کېدو تړون پرون د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر لهخوا لاسلیک شو.
افغان ولسمشر هم د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د دې ډلې په رامنځته کېدو خوښي وښوده.
ښاغلي غني وویل:
"زه د شانګهای سازمان-افغانستان ترمنځ د تماس ډلې په رامنځته کېدو خوښ یم او په دې برخه کې د همکاریو د پراختیا په تمه یم. افغانستان له جغرافیايي پلوه د اسیا د زړه او د تاریخي اړخه د هند ټاپو وزمې د دروازې په توګه چمتو دی چې د اسیا د څلورلاري په حیث عمل وکړي."
افغانستان د شانګهای سازمان څارونکی دی، خو د دې سازمان له ګڼو اصلي غړو سرهیې د سیمې په کچه د تاپي او کاسا زر پروژو په څېر لویې پروژې پيل کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بریتانیا یو شمېر سرتېرو په افغانستان کې پر جنګي جنایتونو اعتراف وکړ
په افغانستان کې د برتیانیايي ځواکونو د جنایتونو د څیړنو په لړ کې یو شمیر سرتیرو اعتراف کړی چې د جګړې پر مهال يې بې وسلې افغانان وژلي دي.
د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، دغو سرتیرو پرون چهارشنبې د بندو دروازو ترشا په محکمه کې دا خبرې کړي دي.
یوه سرتیری چې نوم یې نه دی خپور شوی، محکمې ته ویلي، " دوی ته ویل شوي و، چې ټول نارینه جنګیالي ووژنئ، حتی هغه کسان چې د هغوی له خوا تاسې ته کوم خطر نه وي او وسلې ونه لري".
سرتیرو محکمې ته ویلي، "د ځینو کسانو پر خوله به یې مخکې تر دې چې ډزې پرې وکړي، بالښت کېښود".
د برتیانیا د دفاع وزارت په ۲۰۲۲ کال کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برتیانیايي ځواکونو له خوا د جنګي جنایتونو څیړل پیل کړي دي.
په هغو اسنادو کې چې د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي، د برتیانیا د لوړ رتبه افسرانو په زرهاوو داسې ایمیلونه او لیکونه شامل دي چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه شاهدي ورکوي.
له دې وړاندې نړیوالو رسنیو له هغې ډلې بي بي سي داسې تحقیقي راپورونه خپاره کړي، چې ښيۍ برتیانیايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي.
د کابل کندهار پر لویه لار په یوې ترافیکې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي
د کابل کندهار پر لویه لار په یوې ترافیکې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي.
د غزني ولایت د امنیې قومندان تیره شپه د (جنوري په ۹مه) رسینو ته ویلي،" پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د مسافر یو موټر د کابل کندهار پر لویه لار د یو باروړنکې موټر سره ټکر وکړ".
که څه هم د دې پېښې علت معلوم نه دی، خو په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی او د موټروانونو له خوا د ترافیکي اصول نه رعایت ډیر کله د ترافیکي پېښو د رامنځته کیدو سبب کیږي.
د بښني نړیوال سازمان: پاکستان افغان کډوالو سره له تبعیض ډک چلند کوي
د بښني نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او ځورولو اعتراض کړی دی او د اسلام اباد دا هڅې یې له تبعیض ډکې بللې دي.
دغه سازمان په یوه بیان کې، چې د چارشنبې په ورځ یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ، ویلي دي چې پولیس په اسلام اباد کې د شپې په مخه کورونه پلټي او په خپل سر یې په سلګونو افغانان نیولي دي، چې په دوی کې ښځې او ماشومان هم شته.
روانې اونۍ ازادي راډیو داسې راپورونه ترلاسه کړل چې پولیسو شاوخوا اته سوه افغانان په اسلام آباد کې نیولي دي.
په پاکستان کې د کډوالو د برخې مسؤلینو د سې شنبې په ورځ ویلي وو چې هغه افغانان له خپلې خاورې نه باسي چې ویزې لري او درېیمو هیوادونو ته د تګ په تمه په پاکستان کې ژوند کوي.
خو د بښني نړیوال سازمان په بیان کې راغلې دي چې پاکستاني پولیسو حتی هغه کسان نیولي دي چې ویزه لري او په پاکستان کې د استوګنې نور اسناد لري.
د بښني نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې ده چې د نړیوالو اصولو له مخې په زور کډوال له خپلې خاورې نه باسي او بشري حقونه رعایت کړي.
سپینه ماڼۍ: بشري مرستې مو طالبانو ته نه، بلکې عامو افغانانو ته استولې
سپينه ماڼۍ وایي، هغه بشري مرستې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته لېږل کیږي، عام خلک ترې ګټه اخلي، نه طالبان.
دغه خبره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ ناوخته امریکا غږ ته د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې وکړه.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ په فلوریدا کې یوه خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې د جوبایډن ادارې طالبانو ته میلیاردونه ډالره لیږلي چې په خبره یې د نه منلو وړ کار دی.
جان کربي بیا امریکا غږ ته ویلي " افغانستان ته چې بشري مرستې رسیدلي، د افغانستان خلکو ته رسیږي، نه طالبانو ته. دا همداسې په میخانیکي ډول تنظیم شوې دي."
د طالبانو حکومت هم د ټرمپ دغه څرګندونې رد کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون ادعا وکړه چې امریکا افغانستان ته لېږل شوې ټولې پیسې پر خپلو اهدافو لګولي او د دوی حکومت ته یې نه دي ورکړي.
په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې سیګار ویلي، امریکا د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تراوسه څه باندې درې میلیارده ډالر افغانستان ته لیږلي دي.
متقي د اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
طالبانو له عربي متحد اماراتو څخه وغوښتل چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې تسهیلات رامنځته کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دا غوښتنه پرون متحد عربي اماراتو ته د سفر پرمهال د اماراتو له بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره د لیدو پرمهال وکړه.
د دې لیدنې کتنې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د دې خبرو پرمهال پر دوه اړاخیزو روابطو او اقتصادي همکاریو خبرې وشوې.
د متحد عربي اماراتو په بیان کې راغلې دي چې عبداله بن زاید ال نهیان ویلي دي چې هیواد یې د یوه هوسا، باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره ژمن دی.
د امریکایي پوهنتون پخوانی استاد تیموتي ویکس ومړ
په کابل کې د امریکایي پوهنتون پخوانی استاد تیموتي ویکس چې کلونه کلونه له طالبانو سره یرغمل و وفات شو.
استرالیایی تیموتي ویکس او امریکایی کیفن کینګ په دوه زره شپاړسم کال کې له کابله اختطاف شول او په دوه زره نولسم کال کې د طالبانو د جګپوړي غړي انس حقاني په شمول د دریو تنو په بدل کې خوشي شو.
ده له ازادیدو وروسته اعلان وکړ چې مسلمان شوی دی او په ځان یې جبرییل عمر نوم کیښود.
ښاغلی ویکس په دوه زره یو ویشتم کال کې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته بیرته کابل ته ستون شو او هلته یې انګلیسي ژبه تدریسوله.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکسپاڼه کې لیکلي چې جبرییل عمر په کابل کې د چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.
بغلان کې پر دوو علماوو د ډزو مسولیت داعش ومانه
د رسنیو د راپور له مخې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په بغلان کې پر دوو دیني علماو د برید مسولیت منلی دی.
په بغلان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند شیر احمد برهاني خبریالانو ته ویلي و چې دوه دیني علما تېره ورځ د نا پیژنده وسله والو تر برید لاندې راغلي چې یو یې وژل او یو بل یې سخت ټپي شوی دی.
د برهاني په خبره دغه دوه کسان د سې شنبې په ماښام له یوې میلمستیا کور ته پر لاره وو چې وسله والو پرې ډزې وکړې.
دغه برید کې وژل شوی دیني عالم عبدالرزاق یاد شوی دی.
داعش تر دې وړاندې بغلان کې د امام زمان پر جومات د برید مسولیت منلی و چې هغه کې لسګونه شیعه لمونځ کوونکي وژل او ټپيان شوي وو.
افغان خبریال مهدي انصاري په یو نیم کال بند محکوم شوی دی
په کابل کې د طالبانو یوې محکمې د ( افغان خبري اژانس) خبریال مهدي انصاري په یونیم کال بند محکوم کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي مهدي محکومیت تایید کړی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د هغه ازادۍ ته سملاسي اقدام وکړي.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې.
مهدي انصاري د روان لمریز کال د تلې/میزان په میاشت کې د کابل پل سرخ سیمه کې له دفتره تر وتلو وروسته تري تم شو.
د طالبانو حکومت هغه مهال د خپلو استخباراتو له خوا د مهدي انصاري د نیولو خبرونه رد کړل.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، د طالبانو حکومت دغه خبریال د حکومت ضد تبلیغاتو په تور محکوم او زنداني کړی دی.
یاد سازمان دغه تورونه غیر قانوني او د بیان د ازادۍ د اصولو خلاف بللي دي.
امریکا ته د افغانانو د تخلیې هوکړه تمدید شوه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، حکومت یې د افغانانو د تخلیې له ایتلاف (Afghanevac) سره هوکړه لیک تمدید کړ.
ښاغلي بلینکن پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي چې دا اقدام امریکا ته هغو افغانو د لېږد په هدف شوی چې افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی دی.
دا کار داسې مهال کیږي چې افغانستان کې د امریکایانو پخواني یوشمېر کارکوونکي لا هم پاته دي او شکایت کوي چې امریکا ته د لېږد چارې يې ټکنۍ روانې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، دوی د دغو افغانانو لېږد ته ژمن دي او له هغو افغانانو سره دریږي چې د دوی له ځواکونو سره یې افغانستان کې کار کړی دی.
امریکا په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ۱۲۴ زره افغانان څو اونیو کې تخلیه کړل او دغه لړۍ تراوسه هم روانه ده.
د بریتانیا ځانګړو ځواکونو منلې چې افغانستان کې یې بې ګنا کسان وژلي
د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوشمېر سرتیرو چې افغانستان کې يې ماموریت کړی ویلي د " مشکوکو طالب وسله والو" په ضد د دوی عملیاتو کې بې ګنا افغانان وژل او ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې نن چهارشنبه یې خپور کړی، ځانګړو سرتیرو دغه څرګندونې د هغه خپلواک تحقیق پر مهال کړي چې دفاع وزارت یې د بي بي سي له یوې څیړنې وروسته امر کړی و.
د بي بي سي په څیړنه کې راغلي چې د بریتانیا ځانګړو هوایي ځواکونو لس کاله وړاندې د مشکوکو سخت دریځو په ضد عملیاتو کې ۵۴ کسان وژلي چې خپلو پوځي پولیسو ته یې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د خپلواک تحقیق پر مهال یوه سرتیري ویلي، ده او ملګري یې افغانستان کې د عملیاتو پر مهال د روزنې یو مرکز په نښه کړ چې ټول کسان یې ووژل شول، خو په خبره یې وروسته معلومه شوه چې هلته وژل شوي بې وسلې کسان وو.
بریتانیا په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې زرګونه سرتیري درلودل چې په ناکراره هلمند ولایت کې میشت وو.
تر دې وړاندې استرالیایي سرتیرو هم منلې چې افغانستان کې د ماموریت پر مهال یې یوشمېر بې ګنا افغانان وژلي دي.