د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

طالبانو د اوربند په اړه د ولسمشر غني غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ


وسله والو طالبانو د اوربند په اړه د ولسمشر غني غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ.

د وسله والو طالبانو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان د اختر د لومړیو درې ورځو د ښه تېردو په خاطر اوربند کوي.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې طالبان به په دغه دری ورځو کې پر افغان ځواکونو حملې نه کوي خو وايي پر نړیوالو ځواکونو به د دوی حملې روانې وي.

د وسله والو طالبانو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دوی په خپلو زندانونو کې څېړنې کوي او هغه زندانیان چې له حکومت سره د نور کار نه کولو په اړه دوی ته تضمین ورکړي خوشې به یې کړي.

طالبان در این اعلامیه گفته اند که حتی زمینه ملاقات زندانیان با خانواده های شان نیز مساعد شود.

طالبانو ویلي چې دوی به حتا د زندانیانو کورنیو ته د خپلو دوستانو د ملاقات زمینه هم برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره د دروژې میاشتې له ۲۷نه د اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړ.

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

د ولسمشر غني لخوا د اوربند دغه اعلان په کور دننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخ شو.

XS
SM
MD
LG